تازه خبرونه

د اروپايي ټولنې او افغان پلاوي احتمالي لیدنه

تمه ده چې اروپايي ټولنه په راتلونکو اوونیو کې د افغان پلاوي سره خبرې اترې وکړي، چې تمرکز به یې پر بشري او مهاجرتي مسایلو وي

ډیپلوماټیکې سرچینې وایي چې اروپايي ټولنه په راتلونکو اوونیو کې په بروکسل کې د افغانستان د اوسني حاکمیت د یوه پلاوي کوربه‌توب کوي، چې دا د دواړو لورو ترمنځ د مستقیمو خبرو نوې هڅه بلل کېږي