پېښور/اسلام اباد: په خیبر پښتونخوا کې له اوږدې مودې راهیسې بند CNG سټېشنونو د بیا پرانیستلو لپاره د وفاقي او صوبایي حکومت ترمنځ خبرې کامیابې شوې دي
په یوه مهمه لوړپوړې غونډه کې وفاقي حکومت صوبې ته د ورځې ۳۵ ایم ایم سی ایف ډي ګاز د ورکولو رسمي ډاډ ورکړی دی، چې له دې وروسته به په ټولې صوبه کې CNG سټېشنونو ته د ګاز رسونه سمدستي پیل شي
د ګډونوالو غونډه
د سرکاري سرچینو له مخې په دې غونډه کې د وفاقي وزیرانو علي پرویز ملک او رانا ثناءالله، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د صوبایي اسمبلۍ د اپوزېشن مشر ډاکټر عباد ګډون کړی و
د نوې هوکړې له مخې په خیبر پښتونخوا کې به CNG سټېشنونه هره ورځ د سهار له ۶ بجو تر ماښام ۶ بجو پورې پرانیستي وي
د حکومتي اقداماتو اغېز
د خزانې مشاور ویلي چې د وزیراعلیٰ سهیل آفريدي د هڅو له امله دا اوږدمهاله ستونزه حل شوې او د خلکو او ټرانسپورټرانو لپاره لوی ریلیف برابر شوی دی
د بین الصوبایي همغږۍ هڅې
په همدې مثبت پرمختګ کې وفاقي حکومت پنجاب ته هم لارښوونه کړې چې د نورو صوبو لپاره د اوړو او غنمو په ترسیل کې ټول خنډونه لرې کړي
د څارونکو نظر
څارونکي وایي دا پرمختګ د وفاق او صوبو ترمنځ د همغږۍ او د خلکو د ستونزو د حل لپاره یو مثبت ګام دی
نور ولولئ
په خیبر پښتونخوا کې د فتنه الخوارج پر ضد ولسي غبرګون او نفرت څرګند شو