د ایران او امریکا ترمنځ د اوږدې ډیپلوماټیکې ترینګلتیا د پای ته رسولو لپاره د یوه تاریخي تړون مسوده وروستۍ شوې او د رسمي اعلان تمه یې ژر کېږي
عربي رسنۍ وایي چې دواړو هېوادونو ترمنځ غیر مستقیم خبرې اوس مهم پړاو ته رسېدلې دي او پاکستان په دې بهیر کې د یو مهم منځګړي په توګه راڅرګند شوی دی
راپورونه وایي چې د پاکستان یوه مهمه څېره ممکن سبا ایران ته سفر وکړي، چې هلته به د تړون د وروستي مسودې د بشپړېدو اعلان وشي
همدارنګه ویل کېږي چې د دې ډیپلوماټیک بهیر بل مهم پړاو به د حج له موسم وروسته د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره شي
د پاکستان د دې ډیپلوماټیک رول اهمیت له دې څرګندېږي چې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوهم ځل تهران ته تللی دی
هغه په تهران کې له ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان، د مذاکراتي کمېټې له مشر محمد باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره مهمې لیدنې کړې دي
له دې وروسته هغه بلوچستان ته تللی او هلته یې له لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ له مشر سره د دې ډیپلوماټیک پرمختګ په اړه خبرې کړې دي
کارپوهان وایي چې د ایران او امریکا ترمنځ ممکنه موافقه او د پاکستان منځګړیتوب به د سیمې د سولې، امنیت او اقتصادي ثبات لپاره یو مهم بدلون وي
نور ولولئ