تازه خبرونه

په خیبر پښتونخوا کې د فتنه الخوارج پر ضد ولسي غبرګون او نفرت څرګند شو

د خیبر پښتونخوا ولس د فتنه الخوارج پر ضد راپورته شوي، او په بېلابېلو ضلعو کې د وال چاکنګ له لارې نور ولي د اسلام او علماوو قاتل بلل شوی دی
د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د “فتنه الخوارج” پر ضد پراخ وال چاکنګ شوی دی؛ ولس د پشاور، چارسدې او کوهاټ په دیوالونو باندې نور ولي محسود د علماوو او اسلام قاتل بللی او سخت نفرت یې څرګند کړی دی

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د “فتنه الخوارج” پر ضد پراخ وال چاکنګ شوی دی؛ ولس د پشاور، چارسدې او کوهاټ په دیوالونو باندې نور ولي محسود د علماوو او اسلام قاتل بللی او سخت نفرت یې څرګند کړی دی

د خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پر ضد د غیور ولس صبر نور پای ته رسېدلی دی. د “فتنه الخوارج” د اسلام او هېواد ضد فعالیتونو پر وړاندې اوس خلک په ښکاره توګه میدان ته راوتي دي، چې د دې څرګند ثبوت په بېلابېلو ضلعو کې د پراخې وال چاکنګ له لارې لیدل کېږي

د ترلاسه شویو انځورونو له مخې د پشاور، چارسدې، کوهاټ او باړې په ګډون په ګڼو سیمو کې په دیوالونو، چورلکو او عامه ځایونو کې د خوارجو پر ضد لیکنې شوې دي. خلکو د خوارجو د مشر نور ولي محسود د انځورونو ترڅنګ د لاس نښه په سور رنګ سره رسم کړې او “لعنت” یې پرې لیکلی، چې د ترهګرۍ پر ضد د عام ولس سخت غبرګون څرګندوي

په دیوالونو باندې په څرګندو ټکو لیکل شوي چې “خوارج د اسلام قاتلان دي” او “خوارج د علماوو قاتلان دي”. دا ولسي پیغام ښيي چې د خیبر پښتونخوا خلک نور د ترهګرو هیڅ ډول درواغجن مذهبي بیانیه نه مني

د سیمې د علماوو په وینا، د دیني شخصیتونو پر وړاندې بریدونه د دې حقیقت څرګندونه کوي چې دا ډلې له اسلام او جهاد سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې یوازې د بې‌ګناه خلکو وینې تویوي

امنیتي او سیاسي کارپوهان وایي چې دا ولسي غبرګون ښيي چې ترهګر د خلکو له ملاتړ څخه بشپړ بې‌برخې شوي دي. اوس هغوی ته په کلیو او ښارونو کې د سخت ولسي مخالفت او نفرت سره مخ دي، او خلک ژمن دي چې د امنیتي ځواکونو سره یو ځای د دې عناصرو د بشپړ ختمولو تر وخته خپل مبارزه جاري وساتي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *