د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېرې وري میاشت کې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه ټولټال ۱۱۱ زره او ۳۲۴ افغان کډوال یا په خپله خوښه او یا په جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د راستنېدونکو د هېوادونو وېش
د وزارت د ویاند عبدالمطلب حقاني په وینا، له دې ډلې ۱۳ زره او ۸۳۴ کورنۍ له پاکستان څخه، ۸۲۳ کورنۍ له ایران څخه او ۱۹ کورنۍ له ترکیې څخه افغانستان ته ستنې شوې دي. همدارنګه ۳۲ زره او ۲۹۵ مجرد کسان هم په جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو شکایتونه او ستونزې
راستانه شوي کډوال وایي چې په کوربه هېوادونو کې له سختو شرایطو، محدودیتونو او ناوړه چلند سره مخ شوي وو. د هغوی په وینا، ډېرو ته د خپلو شتمنیو د راټولولو اجازه هم نه ده ورکړل شوې او زیاتره توکي یې هلته پاتې شوي دي. همدارنګه د سرپناه نشتوالی او د لومړنیو خدماتو کمښت لویه ستونزه بلل کېږي
له بلې خوا د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې یې په ۱۱ ولایتونو کې راستنېدونکو کډوالو ته له ۷ زرو څخه زیاتې استوګنیزې نمرې وېشلې دي، څو د سرپناه برخه کې مرسته وشي
د نوو پروژو او ښارګوټو پلان
یاد وزارت زیاتوي چې د راستنېدونکو لپاره د نوو ښارګوټو د جوړولو او د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو پر پروژو کار روان دی، څو د هغوی د بیا مېشتېدو بهیر اسانه شي