تازه خبرونه

خیبرپښتونخوا: لکي مروت کې ترهګریز بریدونه شوي

په یو برید کې د یوې سیمنټو کارخانې بس په نښه شوې چې له امله ی یو تن مړ شوې دې او اته نور ټپیان شوي د ي
د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي د ي

د نامعلومه ترهګرو له لوري په یو پیښه کې د امن کمیټۍ یو مشر سولر ټیوب ویل په بارودي موادو الوځول شوې دې

 د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د شخصي سیمنټ فابریکې د بس پر موټر چاودنه شوې ده چې له امله یې یو تن ژوند له لاسه ورکړې  او اته تنه نور ټپیان شوي دي

 د روغتون د چارواکو له مخې، په ټپیانو کې یوه ښځه هم شامله ده او د دوو ټپیانو روغتیايي حالت نازک بلل کیږي

د پولیسو په وینا، دغه بس له بیګو خیل څخه لکي مروت ته روان و چې په لار کې ددې ترهګریزې پیښې ښکار شوې

بل لور ته، د عباسه خټک په سیمه کې نامعلومو کسانو د مقامي امن کمیټۍ د مخکښ غړي، همایون خان د سولر ټیوب ویل د بارودي موادو په وسیله الوځول شوې دې

سرچینې وایی چې  په چاودنه کې ټیوب ویل او د هغه د تره کور ته هم جزوي زیان اوښتی دی. سرچینو وویل چې یاد سولر ټیوب ویل د پاکستان پوځ له لوري لګول شوی و

درې ترهګر هم  له منځه وړل شوي

سرچینې وایی چې د ترهګرو پر ضد اپریشن کې، د سی ټي ډي بنو ریجن او لکي مروت پولیسو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په پردل بیګو خیل سیمه کې عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې درې خطرناک ترهګر وژل شوي دي

د سی ټي ډي په وینا، وژل شوي کسان د پولیسو، ایف سي او ملکي وګړو پر ضد بریدونو کې مطلوب وو. په وژل شویو کې خطرناک ټارګټ کلر محمد نذیر عرف مجاهد هم شامل دی، چې د ټرافیک پولیسو او یو سی ټي ډي اهلکار د وژلو تور پرې و.

سرچینې تایدوي چې په اپریشن کې  فوادالله عرف معاذ او افنان خان عرف افناني هم وژل شوي، چې پر امنیتي اهلکارو د هدفمند بریدونو کې ښکیل وو او ددوی پلټنې روانې وې

د سی ټي ډي له مخې، د دوی له قبضې څخه کلاشنکوف، دوه ۹ ملي‌متره تمانچې، موبایل ټیلیفونونه او د کالعدم تنظیم درې کارتونه هم ترلاسه شوي دي، امنیتي سرچینې وایی چې په یاد سیمه کې له امنیتي ادارو له لوري پلتنې دوام لري ترڅو په ترهګریزو بریدونو کې ککړ کسان ونیسي او د قانون منګولو ته ی وسپاري

نورخبرونه: پلازمینه کابل کې د ټي ټي پي مشرتابه مهمه غونډه شوې

Related Articles

د کال ۲۰۲۵ په وروستۍ میاشت کې د افغان دیني عالمانو او افغان چارواکو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې د امیر پرته بل هیواد ته جګړې لپاره تلل به بغاوت وي

January 13, 2026

نن ۹۳درې نوې ورځې پوره شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارتي هلو ځلو لپاره تړل شوي دي

January 13, 2026

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *