تازه خبرونه

پلازمینه کابل کې د ټي ټي پي مشرتابه مهمه غونډه شوې

سرچنیو تاید کړې ده چې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې دا مهمه غونډه په وزیراکبر خان کې د افغان استخباراتي ادارې په یو میلمستون کې ترسره شوې ده
سرچینې وایی چې د ټي ټي پي مشرانو د جماعت الاحرار ډله له ټي ټي پي څخه بهر کړې ده

د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د مشرانو دا غونډه د نورولي محسود په مشرۍ کې ترسره شوې ده

د رون کال جنورۍ په ۲مه او ۳مه  نېټه، ناقانونه ګرځولې شوې ډلې  تحريک طالبان پاکستان   د اجرايه شورا يوه لوړه کچه غونډه  د پلازمینې  کابل په  وزیر اکبر خان سیمه کې ترسره شوه

ناقانونه ګرځول شوې ددې ډلې  ددغه مهمې غونډې مشري نور ولي محسود کوله

د سرچینو ترمخه د غونډې اجنډا د ټي ټي پي  د ۲۰۲۶م کال لپاره د تنظیمي  بدلونونو او د پاکستان پر ضد د نوې ترهګریزې تګلارې پر جوړولو متمرکزه وه

سرچینې وایی چې  نور ولي د نوې مشرتابه او د قوماندې د جوړښت منظوري ترلاسه کړه،  غونډه د يو ډېر خوندي دولتي مېلمستون دننه وشوه

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې افغان طالبان خو له دې انکار کوي چې دوی افغان خاوره د پاکستان پر ضد نه کاروی خو بیا داسې غونډې تایدوي چې نا داسې نه ده بلکې افغان طالبانو د ترهګرو ډلو لپاره اسانتیاوې برابروي ترڅوی دوی بریدونه پلان کړي او په پاکستان کې ی ترسره کړي

 سرچینې وایی چې د غونډې  ګډونوال څو څو ځله تلاشي کېدل؛ موبایل، راډیو او هېڅ ډول برقي وسايل تردې پورې چې د لاس ساعتونه ی هم نه پریښودل چې د غونډې ځای ته ی ځان سره ویسي

 سرچینې وایی چې د غونډې ځای ته نورو کسانو داخلیدلو له  وېرې له  مشران لومړی په جلا ځای کې تلاشي کړې شول او بیا وروسته په سخته سیکوریټۍ کې د افغان حکومت استخباراتي میلمستون ته ورسول شول

سرچینو دا هم ویلي دي چې  د ژور بې‌باورۍ له امله د غونډې ځای شپه تر شپی بدل شو او د غونډې مشران نامعلومو ځایونو ته يووړل شول او بله ورځ يو بل مېلمستون کې بیا غونډه ترسره شوه

جماعت الاحرار ی له  غونډې او نوي انتظام بهر کړې

سرچینې وایی چې د جماعت الاحرار ډله ی له ټي ټي پي دې مهمې غونډې هم بهر پریښودله او  له ټي ټي پي نوي انتظام څخه ی هم بهر کړې ده

دلته بیا سرچینې وایی چې د جماعت الاحرار ډلې مشرانو ه جلا غونډه په برمل کې وکړه، چې پکې عمر مکرّم خراساني او شاه عالم محسود ګډون وکړو

د افغان طالبانو دریځ او ټي ټي پي غونډه

افغان طالبان له دې انکار کوي چې افغان خاوره د بل کوم هیواد پر ضد نه کارول کیږي خو بیا په پلازمینه کابل کې داسې غونډې دا څرګندوي چې افغان خاور د پاکستان پر ضد کارول کیږي ځکه افغان طالبان د ټي ټي پي په شان ترهګرو ډلو لپاره په افغانستان کې اسانتیاوې برابروي چې دی الته د پاکستان پر ضد د بریدونو پلانونه جوړ کړي او بیا پاکستان کې ترسره کړي

د دوحه تړون سرغړونه

دفاعي شنونکي وایی چې  افغان طالبانو په دوحه تړون کې ژمنه کړې ده چې افغان خاوره به د بل کوم هیواد پر ضد نه کارول کیږي خو د کابل ټي ټي پي غونډه ښایی دا خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي

شنونکي وایي چې دا ښایی د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي او دا د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې دوحه تړون څخه ښکاره سرغړونه ده چې په کابل کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې غونډه ترسره کیږي

دا مهم ده چې یادونه وشی چې ناقانونه ګرځول شوې ټي تي پي ډلي په دې وروستیو کې په پاکستان کې د یو شمیر خونړي بریدونو ذمه واري په خپله غاړه اخستې ده

نورخبرونه: کابل کې د ټي ټي پي په مشرانو برید: کابل په پاکستان تورونه لګولي

ټي ټي پي جنګېالي نورو سیمو کې آبادول: په ځانګړې شویو مرستو پوښتنې را اوچتې شوي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *