تازه خبرونه

افغانستان څخه پاکستان ته د وسلې قاچاق مخه ونیول شوه

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې
په تورخم پوله له دې وړاندې هم له افغانستان څخه د وسلې قاچاق مخه نیول شوې ده

د کسټم چارواکو ترمخه د ټرک ډرایور ی نیولې دې او زندان ته ی نورو پلټنو لپاره لیږلې دې

تورخم: نن د ګل په ورځ په پاک افغان پوله تورخم  له افغانستان څخه پاکستان ته د وسلو د سمګلینګ هڅه ناکامه کړل شوه

د سرحدي سرچینو په وینا، چارواکو د تلاشي پر مهال له یوه ټرک څخه د کارتوسونو او مېګزینونو لویه اندازه برامد کړه

سرچینې وايي، ټرک او ډرایور د چارواکو له لوري په ولکه کې اخیستل شوي او له نیول شوي ډرایور څخه نورې پلټنې پیل شوې دي

د پاکستان کسټم هاوس تورخم د سرچینو له مخې، د کسټمز کلیکټر اپریزمنټ او ایډیشنل کلیکټر امیر حمزه چیمه د پټې استخباراتي اطلاع پر بنسټ دا کارروایي وکړه او افغانستان څخه پاکستان ته را داخلیدونکي یو ټرک ی تلاشي کړو

د تلاشۍ پر مهال ی زیات شمیر کې مرمۍ ی د ټرک پټو ځایونو څخه برامد کړې  چې ښایی د یو ترهګریز برید لپاره پاکستان ته راوړل کیدلې

د یادونې وړ ده چې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته، د اربونو ډالرو په ارزښت وسلې هلته پاتې شوې دي، چې د امنیتي سرچینو په وینا، ناقانونه ترهګره ډله تحریک طالبان پاکستان   یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او عام وګړو پر ضد په بریدونو کې کاروي دلته دا هم باید یادونه وشی چې ملګرو ملتونو او امریکايي چارواکو هم دغه ترهګره ډله د سیمې د هېوادونو او پاکستان لپاره یو لوی امنیتي ګواښ بللی دې

مهمه ده چې یادونه وشی چې دا ټرک له پاکستان څخه افغان مهاجرینو کورنۍ افغانستان ته انتقالولو وروسته واپس پاکستان ته راداخلیدلو چې له کسټم چارواکو لوري ونیول شو

نورخبرونه: ملګرو ملتونو غیرقانوني ګرځول شوې ټي ټي پي ډله پاکستان لپاره لوی ګواښ بللې

Related Articles

د برتانیا د پناه غوښتنې په نظام کې قانوني نیمګړتیاوې او د محلي مشورتي ډلو له لارې د جعلي دعوو د جوړېدو انکشاف شوی دی

April 16, 2026

راشد خان د نړیوال کرکټ په مشورتي بورډ کې د نوي رول کیسه

April 16, 2026

د لاهور په پیکو روډ سیمه کې نامعلومه موټرسایکل سپرو کسانو په ډزو کې د تحریک حرمت رسول پاکستان مشر مولانا امیر حمزه ټپي شوی دی

April 16, 2026

د هنر او کلتور په نوم د دولتي قوانینو سرغړونه او له ملي وقار څخه انحراف د منلو وړ نه دي. د عدلي احکامو او اصولو مراعت د هرې ادارې قانوني او اخلاقي ذمه واري ده

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *