تازه خبرونه

افغانستان کې بند پاتې پاکستاني زده کوونکي وطن ته راغلل

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل
پاکستان د افغان مهاجرینو پر مخ هم پوله خلاصه ساتلې ده

د پاکستان دې زده کوونکو له پاکستان حکومت څخه ځانګړې مننه کړې چې دوی لپاره ی په عارضي ډول پوله خلاصه

تورخم: د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شخړې له امله پاک افغان سرحد له تیرو درې میاشتو راهیسي تړلې دې چې له امله ی  په افغانستان کې ګڼ شمیر پاکستاني زده کوونکي بند پاتې دي

د بارډر سرچینو ترمخه نن له افغانستان څخه ۲۸اته ویشت پاکستاني زده کوونکي له تورخم لارې پاکستان ته راغلل، زده کوونکو له پاکستان حکومت څخه ځانګړې مننه کړې چې بارډر په عارضي توګه ددوی لپاره خلاص کړو

راستانه شوي  محصلین د مېډیکل، انجینرۍ او نورو تعلیمي څانګو کې د افغانستان په کابل او ننګرهار پوهنتونونو کې زده کړې کوي ،  محصلینو وویل چې د تېرو درې میاشتو راهیسې د پولې د بندېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ وو۔ د هغوی تعلیمي چارې اغېزمنې شوې، او د اوسېدو، خوراک څښاک او مالي لګښتونو ستونزو یې مشکلات نور هم زیات کړي وو

محصلینو زیاته کړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانې شخړې او د سرحد تړلو له امله سخت  ذهني فشار سره مخ وو

پاکستان ته له رسېدو وروسته محصلینو او د هغوی کورنیو د پاکستاني چارواکو له لوري د تورخم پولې د لنډ مهال لپاره د پرانیستلو پرېکړه وستایله، خو ټینګار یې وکړ چې پوله دې په دایمي ډول پرانیستل شي، څو نور بند پاتې محصلین او پاکستاني وګړي هم هېواد ته راستانه شي۔

په دې موقع والدینو له حکومت څخه وغوښتل چې سرحدي تګ راتګ دې ژر تر ژره په بشپړه توګه بحال کړي۔ هغوی د پاکستان له حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د زده‌کړو کوونکو محصلینو لپاره ځانګړې اسانتیاوې او روښانه پالیسي جوړه کړي، څو په راتلونکي کې له داسې ستونزو سره مخ نه شي

د یادونې وړ ده چې د تورخم پوله له تېرو درې میاشتو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترهګرو پر ضد د اقداماتو پر سر د رامنځته شوي اختلاف له امله تړلې پاتې ده، چې له کبله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ اغېزمن شوی او دوه اړخیزه سوداګري هم درېدلې ده

Related Articles

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ترهګریزې ډلې ملکي وګړي هدف ګرځوي، څو ټولنې خاموشې کړي او د استخباراتي معلوماتو شریکول ګډوډ کړي

February 10, 2026

په پنجاب کې کورنۍ د بلوچستان وسله‌والو له لوري وژل شویو ملکي وګړو په خاطر ژړا کوي، قومي تورونه ردوي او پر یووالي ټینګار کوي

February 10, 2026

اسلام‌اباد د ۲–۶ فبروري ۲۰۲۶ په ترڅ کې د غړو هېوادونو د افراطیت ځپلو کسانو د بیا ادغام لپاره د IMCTC پروګرام کوربه‌توب کوي

February 10, 2026

تاریخي ادعاوې ښيي چې د نور ولي محسود نیکه د برتانوي راج لپاره مخبر و، چې د TTP د مشر ایډیالوژیکه کیسه تر پوښتنې لاندې راولي

February 10, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *