باجوړ: د کټ کوټ په سیمه کې د افغان طالبانو د هاوان ډزو له امله، چې یوه ښځه او دوه ماشومان پکې شامل دي، ۳ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۳ نور سخت ټپیان شوي دي. د امنیتي سرچینو په وینا دا برید بېموجه و او ملکي سیمه یې په نښه کړې وه
د سرچینو له مخې برید پر ملک شاهین کلي شوی و، چې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درانه ځاني زیانونه اوښتي دي. ټپیان سمدستي نږدې روغتون ته لېږدول شوي، چې د ځینو حالت نازک بلل شوی دی
چارواکي وایي افغان طالبان له پولې هاخوا هڅه کوله چې وسله وال پاکستان ته داخل کړي، خو د پاک پوځ پر وخت اقدام دا هڅه ناکامه کړه د امنیتي چارواکو په وینا له ناکامۍ وروسته طالبانو په غبرګون کې ملکي سیمې په نښه کړې
د پاک پوځ ځوابي عملیات
د پاک پوځ له خوا سمدستي ځوابي عملیات ترسره شول، چې پکې د ډزو ځایونه له منځه وړل شوي او نږدې افغان پوستې هم په نښه شوې دي. د سرچینو په وینا په دې عملیاتو کې طالبانو ته درانه ځاني زیانونه اوښتي دي چارواکي وایي د سرحدي سیمو امنیت نور هم سخت کړی شوی او د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره اقدامات روان دي
یاده دې وي چې په وروستیو ورځو کې د پاک-افغان پولې په اوږدو کې کړکېچ زیات شوی، چې پکې د سرحدي بریدونو او ځوابي عملیاتو پېښې راپور شوې دي