تازه خبرونه

د هندي پخواني پوځی پاروونکو خبرو او د اسراییلو ملاتړ ته نړیوال غبرګون

ګورو اریا په خپل بیان کې ویلي: “موږ د اسراییلو ریښتیني وروڼه یو او غواړو چې اسراییل پر لبنان ۱۰۰ او پر غزې ۵۰ بمونه وغورځوي”، چې شنونکو دا څرګندونې ښکاره تیری او د تاوتریخوالي ملاتړ بللی دی
د ایران قونسلګرۍ په غبرګون کې ویلي چې دا ډول پاروونکې او غیر مسؤلانه څرګندونې د منلو وړ نه دي

د ایران قونسلګرۍ په غبرګون کې ویلي چې دا ډول پاروونکې او غیر مسؤلانه څرګندونې د منلو وړ نه دي

نوي ډیلي: د هند پخواني پوځی او شنونکي مېجر (ر) ګورو اریا له خوا د لبنان او غزې پر وړاندې د اسراییلو د بریدونو په ملاتړ ورکړل شوي خورا جنجالي بیان پر نړیواله کچه سخت غبرګونونه راپارولي دي، او د ایران قونسلګرۍ هم دا بیان په کلکه رد او غندلی دی

د راپورونو له مخې، ګورو اریا ویلي وو: “موږ د اسراییلو ریښتیني وروڼه یو او غواړو چې اسراییل پر لبنان ۱۰۰ او پر غزې ۵۰ بمونه وغورځوي”، چې شنونکو دا څرګندونې ښکاره تېری او د تاوتریخوالي ملاتړ بللی دی

بشري حقونو په حلقوکې نړیوالو شنونکو

د دې بیان تر خپرېدو وروسته، په ټولنیزو رسنیو، د بشري حقونو په حلقو او نړیوالو شنونکو کې سختې نیوکې شوې دي. ناقدین وایي، دا ډول څرګندونې نه یوازې سیمه کې تاوتریخوالی زیاتوي، بلکې د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالي ته هم جواز برابروي

د ایران قونسلګرۍ په خپل غبرګون کې ویلي چې دا ډول پاروونکې او غیرمسؤلانه څرګندونې د منلو وړ نه دي او دا ژبه د نړیوالو ډیپلوماټیکو اصولو خلاف ده

ایراني چارواکو زیاته کړې چې د زور کارولو او بریدونو ملاتړ د سیمې د سولې پر ځای لا زیات بې‌ثباتي رامنځته کوي او دا ډول څرګندونې وضعیت نور هم خرابولی شي

ګورو اریا په خپل بیان کې ویلي: “موږ د اسراییلو ریښتیني وروڼه یو او غواړو چې اسراییل پر لبنان ۱۰۰ او پر غزې ۵۰ بمونه وغورځوي”، چې شنونکو دا څرګندونې ښکاره تیری او د تاوتریخوالي ملاتړ بللی دی

ګورو اریا په خپل بیان کې ویلي: “موږ د اسراییلو ریښتیني وروڼه یو او غواړو چې اسراییل پر لبنان ۱۰۰ او پر غزې ۵۰ بمونه وغورځوي”، چې شنونکو دا څرګندونې ښکاره تیری او د تاوتریخوالي ملاتړ بللی دی

بل لور ته، د هند سفارت هم وضاحت ورکړی چې ګورو اریا یو شخصي وګړی دی او د هغه نظرونه د هند د رسمي پالیسۍ استازیتوب نه کوي، او د هغه لهجې ته نامناسبه بڼه ورکړل شوې ده

دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې منځنی ختیځ لا دمخه له کړکېچن وضعیت سره مخ دی او د لبنان او غزې روان شخړې د نړۍ لپاره ډېر حساس موضوع ګرځېدلي دي

ګورو اریا په خپل بیان کې ویلي: “موږ د اسراییلو ریښتیني وروڼه یو او غواړو چې اسراییل پر لبنان ۱۰۰ او پر غزې ۵۰ بمونه وغورځوي”، چې شنونکو دا څرګندونې ښکاره تیری او د تاوتریخوالي ملاتړ بللی دی

Related Articles

د شهباز شریف او محمد بن سلمان مهمه لیدنه په جده کې، د سیمه‌ییزې سولې او د پاکستان-سعودي همکارۍ په اړه خبرې وشوې

April 16, 2026

د چارواکو په وینا په ټپیانو کې عمر علي او صادقه بي بي شامل دي، چې سمدستي د خار ډي ایچ کیو روغتون ته لېږدول شوي او هلته ورته طبي مرسته ورکول کېږي

April 16, 2026

د وزیراعظم شهباز شریف، فیلډ مارشال عاصم منیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ګډو ډیپلوماټیکو هڅو له امله د اپرېل په ۱۱مه په اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ مستقیم مذاکرات ممکن شول

April 16, 2026

د چارواکو په وینا، په ټپیانو کې عمر علي او صادقه بي بي شامل دي، چې سمدستي د ډي‌اېچ‌کيو روغتون خار ته ولېږدول شول، هلته ورته درملنه روانه ده

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *