تازه خبرونه

د افغان دیني عالمانو فتوی او د افغان طالبانو ضدي سیاست

د کال ۲۰۲۵ په وروستۍ میاشت کې د افغان دیني عالمانو او افغان چارواکو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې د امیر پرته بل هیواد ته جګړې لپاره تلل به بغاوت وي
د افغان طالبانو د ضد سیاست له امله او د ترهګرو پر ضد اقدام نه کولو له امله پاکستان افغانستان سره خپل ټول سرحدونو د تجارت پر مخ تړلي دي

پاکستان بیا بیا دا دریځ وړاندې کوي چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي او د پاکستان دې دریځ ملګرو ملتونو هم تاید کړې دې

د جمعیت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په یو بیان کې ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان دیني عالمان په دې راضي دي چې  ددوی په هیوادونو کې هیڅ کوم وسله وال جنګ جایز نه دې

نوموړي ویلي دي وسله والې ډلې هم باید په دې خبره ډیر غور او فکر وکړي او د یو بل پر ضد باید له  تاوتریخوالي ډډه وکړي

د مولانا فضل الرحمان دا بیان په داسې وخت کې راغلې دې چې د افغان طالبانو لوري د ترهګرو پر ضد اقدام نه کولو وروسته پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه تړلي دي  او درې میاشتې وشوې چې سرحدونه له هم بند دي

د پاکستان له ډیر وخت راهسي یو روښانه دریځ دې چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي، ناقانونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان پاکستان په افغان خاوره د بریدونو پلانونه جوړوي او بیا ی د پاکستان پر ضد ترسره کوي

خو له بده مرغه افغان طالبان له دې انکار کوي او په خپله خاوره ی ښکاره د ترهګریز بریدونو اجازه ورکړې ده او ټي ټي پي افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

د کال ۲۰۲۵ په دسمبر میاشت کې د افغان دیني عالمانو او افغان طالب چارواکو لوري یو مهم خبر مخې ته راغلو

افغان دیني عالمانو او طالب چارواکو په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان کړې وو چې له دې هیواده څخه  پرته له امیر اجازه بل هیواد ته د جګړې لپاره تلل به حرام او بغاوت وي

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې د دیني عالمانو او افغان طالبانو لوري  جاري شوي  پرېکړه لیک یوه ماده له افغانستان نه په نورو هېوادونو کې د جګړه ییزو فعالیتونو څرنګتیا ته بېله شوې، چې ظاهرا د ټي ټي پي فعالیتونه او په پاکستان کې د افغان طالبانو جګړه ییز فعالیتونه ترې هدف دي

پرېکړه‌لیک کې ویل شوي وو چې د طالبانو د ژمنې له مخې باید د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي او هغه کسان چې بهر ته د نظامي فعالیت لپاره ځي د افغانستان د شرعي امیر  له امر سرغړونه کوي

په پرېکړه لیک کې ویل شوي وو  چې   د مسلمانانو عزت او وقار په وحدت او اتفاق کې نغښتی دی، پر ټولو مسلمانانو او اسلامي هېوادونو لازمه ده چې له یو بل سره د اخوت په چوکاټ کې نيک او رغنده اړيکې ولري 

 په داسې وخت کې چې افغان دیني عالمان او افغان طالب چارواکي پرته د امیر اجازت جنګ بغاوت بولي خو له دې سره بیا هم د ټي ټي پي پر ضد اقدام نه کوي او نه دوی ته لارښوونه کوي چې د پاکستان پر ضد ترهګریز بریدونه کول جایز نه دي، یو شمیر پوښتنې او اندیښنې را ولاړوي

افغان طالبانو باید له دې ضدي سیاست ډډه وکړي ،په سیمه کې ترهګرۍ پر ضد اقدامات وکړي او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره خپل فعال او مثبت رول ولوبوي

نورخبرونه: هیڅوک اجازه نه لري چې له افغانستان څخه د بل هیواد پر ضد جګړې له لاړ شي: افغان دیني عالمان

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *