د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو د کابل په دشت برچي سيمه کې آيت الله حسين داد شريفي ونيولو، بيا يې د اتلسمې امنيتي حوزې پوليسو ته وسپاره او سخت يې وواهه. د هغه “جرم” دا و چې د موقتي نکاح تړون يې ترسره کړی و، هغه عمل چې له زر کلونو زيات وخت راهيسې د جعفري فقهې له مخې بشپړ شرعي مشروعيت لري. شريفي وروسته وويل چې ده رسمي اسناد ليدلي چې پکې د ګڼو شيعه علماوو نومونه او بايوميټرېک معلومات ثبت وو، او هغوی اړ ايستل شوي وو چې ليکلي ضمانت ورکړي څو دا ډول مراسم ترسره نه کړي، که سرغړونه وکړي نو د شپږو مياشتو بند سزا به ورکول کېږي. د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق خبرداری ورکړ چې پر هزاره او شيعه ټولنو د طالبانو فشار اوس د مذهبي ځپنې په پراخ کمپاین بدل شوی چې کولای شي په ټول هېواد کې فرقه ييز اختلافات نور هم ژور کړي
فرقه ييز فشار چې په قانون کې ځای پر ځای شوی
د طالبانو د جنايي اجراآتو قانون چې د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې نافذ شو، هر هغه څوک چې د سني اسلام خلاف عقيده ولري “مرتد” ګڼي، او په دې ډول يې د مذهبي اقليتونو پر ضد تبعيض د هېواد په رسمي قانون کې شامل کړی دی. طالبانو د شيعه شخصي احوال قانون لغوه کړ، په لوړو زده کړو کې يې د جعفري فقهې تدريس بند کړ، او عاشورا يې له ملي رخصتيو وايسته. په باميان، غزني او دايکندي کې د جعفري فقهې اړوند کتابونه له پوهنتونونو او کتابتونونو ضبط شول. په نيمروز کې شيعه مسلمانان په بشپړ ډول له دولتي ادارو وشړل شول. په ځينو ولايتونو کې د سني او شيعه کسانو ترمنځ ودونه هم منع اعلان شول
مذهبي ژوند تر محاصرې لاندې
طالب چارواکو په باميان، غزني، غور، هرات، کابل او نيمروز کې د شيعه هزاره ګانو پر مذهبي مراسمو، په ځانګړي ډول د محرم پر مراسمو، محدوديتونه ولګول. په بادغيس او غزني کې شيعه خلک اړ کړل شول چې خپله روژه او اختر د طالبانو د اعلان له مخې ترسره کړي، نه د خپل مذهبي تقويم له مخې. طالبانو نوروز “غير اسلامي جشن” وباله او امر يې وکړ چې هېڅوک دې په افغانستان کې دا ورځ ونه نمانځي، ځکه د دوی په وينا دا د زردشتيانو او غير مسلمانانو جشن دی. په باميان کې طالبانو نه يوازې شيعه مذهبي کتابونه بند کړل بلکې مذهبي غونډې يې هم منع کړې
يوه ټولنه چې په نښه شوې
د بخښنې نړيوال سازمان راپور ورکړی چې طالبانو په بدخشان کې لږ تر لږه ۵۰ اسماعيلي شيعه سړي اړ کړل چې سني مذهب ومني، او هغه کسان چې يې انکار وکړ له وهلو او د مرګ له ګواښونو سره مخ شول. د “رواداري” په نوم د بشري حقونو يوې ادارې وويل چې لږ تر لږه ۲۰۳ کسان د مذهب بدلولو ته مجبور شوي دي. د ۲۰۲۱ کال راهيسې، کله چې طالبان بيا واک ته ورسېدل، لږ تر لږه ۷۰۰ هزاره ملکيان په ۱۳ هدفي بريدونو کې وژل شوي يا ټپيان شوي دي. شيعه ټولنه په يو وخت د طالبانو د فشار او د داعش خراسان د بريدونو ښکار ده. عيد محمد اعتمادي له خپل کور څخه وتښتول شو او د هرات د انجيل ولسوالۍ کې ووژل شو. وروسته د هرات د شيعه علماوو شورا دوه غړي، رجب اخلاقي او خادم حسين هدايتي، د موټرسايکل سپرو وسله والو له خوا ووژل شول. محمد حسن حميدي او محمد تقي صديقي چې د هرات د دوو جوماتونو امامان وو، په بل بريد کې ووژل شول. د دغو وژنو په اړه هېڅ جدي پلټنه ونه شوه
د زغم دروغجن تصوير
طالبان نړيوالو ته ځان د اسلامي يووالي د حکومت په توګه وړاندې کوي، خو په حقيقت کې يې قومي او مذهبي اقليتونه له دولتي ادارو ايستلي دي. په هرات کې د تېر حکومت ټول اقليتي کارکوونکي له دندو لرې کړل شول. په بدخشان کې د اسماعيلي اکثريت شپږو ولسواليو کې يو اسماعيلي کس هم په دولتي څوکيو کې پاتې نه شو. محمد محقق خبرداری ورکړ چې که پر مذهبي او قومي ټولنو فشار دوام وکړي، ټولنيز اختلافات به نور هم زيات شي او افغانستان به د خطرناکو فرقه ييزو شخړو پر لور بوځي. هغه هېوادونه چې له کابل سره د سياسي اړيکو د عادي کولو هڅه کوي بايد دا فکر وکړي چې دوی په حقيقت کې څه ډول نظام ته مشروعيت ورکوي. داسې رژيم چې شيعه علما وهي، زر کلنه فقه بندوي، خلک د مذهب بدلولو ته اړ باسي، مذهبي کتابونه ضبطوي او د اقليتونو مذهبي ورځې له ملي تقويمه حذفوي، د فرقه ييز يو شان والي پروژه پر مخ وړي. د نړۍ چوپتيا د همدې ظلم ملګرتيا ده