د دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشال سید عاصم منیر ویلي چې د پروکسي ډلو او منفي پروپیګنډې له لارې د پاکستان د پرمختګ او سوکالۍ د سبوتاژ کولو هڅې کوونکي ټول دښمن قوتونه به په خپلو ناپاکو موخو کې بیا هم ناکام شي. هغه ټینګار کړی چې په بلوچستان کې د امن، ثبات او د ریاستي واک د ساتلو لپاره د امنیتي ځواکونو خدمتونه او عملیاتي عزم به تل پیاوړی ساتل کېږي
د آی ایس پي آر له مخې، فیلډ مارشال سید عاصم منیر د کوټې ګارنیزیون مهمه دوره وکړه. د هغه د راتګ پر مهال د کور کمانډر کوټه هغه ته تود هرکلی ووایه او د فارمیشن د عملیاتي تیاریو په اړه یې بشپړ بریفنګ ورکړ
د خپل سفر په جریان کې فیلډ مارشال د کمانډ اینډ سټاف کالج کوټه ته هم لاړ، چیرې چې هغه له زدهکوونکو افسرانو او استادانو سره مفصل خبرې وکړې. هغه د دغه کالج د لوړ روزنیز معیار، تدریسي وړتیا او مسلکي مهارتونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې په بدلیدونکي نړیوال چاپېریال کې د نوې ټیکنالوژۍ، څو اړخیزو عملیاتو او راتلونکو جګړیزو ننګونو سره ځان برابرول ډېر مهم دي
هغه زیاته کړه چې د درې واړو وسلهوالو ځواکونو ترمنځ همغږي لا پیاوړې کول د عصري جګړې لپاره بنسټیز اهمیت لري. فیلډ مارشال وویل چې د کمانډ اینډ سټاف کالج فارغانو تل د هېواد د دفاع په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
وروسته یې په بلوچستان کې له مېشتو افسرانو او سرتېرو سره هم ولیدل او د هغوی د لوړ مورال، مسلکي مهارت او د هېواد د امن او ثبات لپاره د هڅو ستاینه یې وکړه