تازه خبرونه

د امریکا د کانګرس ځینو غړو کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد پلان “د شرم وړ” بللی دی

د امریکا د کانګرس یو شمېر استازو د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه طرحه په کلکه غندلې، چې له مخې یې افغان کډوال کانګو ته د لېږدولو پلان لري
د افغان کډوالو کانګو ته د لېږد پلان د امریکا په کانګرس کې سخت غبرګونونه راپارولي او دا اقدام “د شرم وړ” بلل شوی دی

د افغان کډوالو کانګو ته د لېږد پلان د امریکا په کانګرس کې سخت غبرګونونه راپارولي او دا اقدام “د شرم وړ” بلل شوی دی

واشنګټن:

د امریکا د کانګرس یو شمېر استازو د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه طرحه په کلکه غندلې، چې له مخې یې افغان کډوال کانګو ته د لېږدولو پلان لري

کانګرس غړي خوان وارګاس دغه اقدام “ډېر وحشتناک او د شرم وړ” بللی او ویلي یې دي چې دا به له هغو افغانانو سره بې‌انصافي وي، چې د امریکا لپاره یې خپل ژوند له خطر سره مخ کړی دی

افغان کډوالو د لېږد پلان

کانګرس غړې اېمي بارا بیا دا پرېکړه د افغان ژباړونکو او پخوانیو همکارو ځواکونو لپاره “ستر خیانت” بللی او ټینګار یې کړی چې دوی اوس یا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بېرته ستنېدو یا د سخت بشري بحران سره مخ هېواد ته د لېږد ترمنځ په ناممکن حالت کې قرار لري هغې له ټرمپ حکومته وغوښتل چې د دغو کسانو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د ټرمپ اداره غواړي شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال، چې ۴۰۰ ماشومان هم پکې شامل دي، د قطر له السیلیه کمپ څخه کانګو ته انتقال کړي. دغه کسان د کابل له سقوط وروسته هلته ځای پر ځای شوي وو او د امریکا د ویزو او بیا مېشتېدو ژمنې ورسره شوې وې

راپور زیاتوي چې د امریکا له افغانستانه تر وتلو نږدې پنځه کاله وروسته هم زرګونه افغان کډوال په بې‌ثباته او نامعلومو شرایطو کې د سیمې په هېوادونو کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې د ټرمپ له بیا راتګ وروسته د پخوانیو افغان همکارانو د لېږد بهیر درول شوی دی

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *