تازه خبرونه

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو احتمال اټکل شوی دی

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو احتمال اټکل شوی، چې له امله یې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو اندېښنې زیاتې شوې دي
د هواپوهنې ریاست خبرداری ورکړی چې په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته، او خلکو ته د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه شوې ده

د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ریاست ویلي چې د افغانستان
په ۲۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو امکان شته

ریاست د وړاندوینې

د یاد ریاست د وړاندوینې له مخې، سبا پنجشنبه (د غویي ۳مه) به په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندز، تخار، سرپل، فریاب، غور، بادغیس، دایکندي، بامیان، غزني، میدان وردګ، لوګر او پکتیا کې د بارانونو ورښت وشي ویل شوي چې په دغو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۰ میلی‌متره پورې اټکل شوې ده

همداراز د هواپوهنې ریاست خبرداری ورکړی چې د هېواد په مرکزي او سوېل ختیځو سیمو کې د بادونو سرعت ښايي په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې لوړ شي چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې د احتمالي سېلابونو او سختو بادونو پر مهال اړین احتیاطي تدابیر غوره کړي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *