تازه خبرونه

ملاله بنسټ:په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه او سزاوې زیاتې شوې دي

په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه او سزاوې زیاتې شوې دي
د ملالې بنسټ راپور وايي په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه، محدودیتونه او سزاوې د پام وړ زیاتې شوې دي

د ملالې بنسټ راپور وايي په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه، محدودیتونه او سزاوې د پام وړ زیاتې شوې دي


د افغان ښځو او نجونو وضعیت

د ملالې یوسفزۍ بنسټ خپل دویم راپور د جنسیتي تبعیض په اړه خپور کړی، چې پکې د افغان نجونو او ښځو وضعیت، د نړیوال عدالت بهیر او د مدني ټولنې هڅې ارزول شوې دي. راپور وايي چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته پر ښځو سیستماتیک بندیزونه، سزاوې، کنټرول او محدودیتونه پراخ شوي دي.

قانوني چوکاټ او پراخېدونکي فشارونه

راپور زیاتوي چې دغه سخت دریځ د طالبانو د نوې جزایي تګلارې له لارې لا نور هم غځېدلی او د ښځو پر وړاندې فشارونه یې قانوني بڼه غوره کړې ده. د ملاله فنډ په وینا، د نړیوال عدالت هڅې زیاتې شوي دي او د مدني ټولنو قوي مشرتابه، حقوقي پلان جوړونې او ګډو هڅو ته اړتیا ده

نړیوال حقوقي بهیر او د ملګرو ملتونو رول

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د انسانیت ضد جرمونو نړیوال تړون د نړیوالو بحثونو مهم پړاو دی. د ملګرو ملتونو شپږمې کمېټې سږکال په نیویارک کې د دې تړون د مسودې په اړه غونډه وکړه، او هېوادونو خپل نظرونه وړاندې کړل. اوس دا بهیر له نظري بحثونو څخه عملي پړاو ته داخل شوی، او هېوادونه باید خپل واضح دریځونه وښيي

د هېوادونو بېلابېل دریځونه

راپور همدارنګه د بېلابېلو هېوادونو سیاسي او حقوقي دریځونه ارزولي دي؛ ځینې هېوادونه پراخ ملاتړ ښيي، ځینې احتیاطي یا ناڅرګند دریځ لري، او ځینې بیا د دې حقوقي چوکاټ پراختیا ته مخالفت کوي

د مدني ټولنې رول او د عدالت غوښتنه

د ملاله فنډ له مدني ټولنې، حقوقي متخصصینو او نړیوالو ادارو غوښتنه کړې چې د عدالت لپاره همغږي او هڅې نورې هم پیاوړې کړي. راپور ټینګار کوي چې حساب ورکونه یوازې د ګډو او دوامدارو هڅو له لارې ممکنه ده، او د افغان نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره دا راپور ځانګړی اهمیت لري

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *