امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ نږدې یو نیم ساعت اوږده ټیلیفوني خبرې شوې دي، چې پکې د نړۍ سوله، د اوکراین شخړه او د منځني ختیځ کړکېچ په ګډون پر بېلابېلو مهمو موضوعاتو تفصیلي بحث شوی دی. د روسي خبري اژانس “تاس” په وینا، دا له ۲۰۲۵ کال راهیسې د دواړو مشرانو ۱۲مه اړیکه ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د زیاتوالي څرګندونه کوي
د اوربند وړاندیز او د اوکراین وضعیت
د راپور له مخې، د خبرو پر مهال د اوکراین د شخړې د دوامدار حل پر امکاناتو بحث شوی، او همدارنګه د روسیې د “یومِ فتح” په مناسبت د ممکنه اوربند وړاندیز هم مطرح شوی دی. شنونکي دا پرلهپسې اړیکې د نړیوالو کړکېچونو د کمېدو او د لویو قدرتونو ترمنځ د همغږۍ نښه بولي. په دې خبرو کې د ایران د روان وضعیت په اړه هم نظرونه تبادله شوي دي
لبنان کې د جګړې د پراخېدو مخنیوی
بل لوري ته، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په اړیکه کې هغه ته سپارښتنه کړې چې د لبنان پر ضد له بشپړې جګړې ډډه وکړي. د امریکايي رسنیو په وینا، ټرمپ ویلي چې باید په لبنان کې یوازې محدود عملیات وشي، څو په سیمه کې د یوې پراخې او نه کنټرولېدونکې جګړې مخه ونیول شي
د ایران دفاعي وړتیا په اړه ادعاوې
تر دې مخکې ټرمپ د امریکايي فضایي کارکوونکو سره په لیدنه کې ویلي وو چې د امریکا عملیاتو د ایران هوايي ځواک ته سخت زیان رسولی دی. د هغه په وینا، د ایران نږدې ۸۲ سلنه توغندي له منځه وړل شوي او اوس د نویو توغندیو جوړولو وړتیا یې هم ډېره محدوده شوې ده، چې له امله یې د ایران پوځي ځواک کمزوری شوی دی
د نوې هوايي ډګر امنیتي نظام لپاره د امریکا وړاندیز؛ حکومتي غور او تحفظات