واشنګټن کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فاکس نیوز سره په خبرو کې د ایران سره د وروستیو اړیکو له پایلو سخته مایوسي څرګنده کړه.
هغه د سپینې ماڼۍ په جنوبي لان کې خبریالانو ته وویل چې له ایران سره خبرې اترې د تمې خلاف روانې دي او له دې پرمختګ څخه خوښ نه دی
President Trump on Friday said the US “just had a conversation with Iran” — and it doesn’t look good.
— Caitlin Doornbos (@CaitlinDoornbos) May 1, 2026
“Let’s see what happens,” he told reporters on the White House’s South Lawn. “But I would say that I am not happy.”
ټرمپ وویل: «موږ له ایران سره خبرې کړې دي، خو وضعیت ښه نه ښکاري. ګورو چې څه به کېږي، خو زه له دې پرمختګ څخه خوشحاله نه یم.»
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د اټومي او سیمهییزو مسایلو په اړه خبرې اترې له خنډ سره مخ شوې دي، چې له امله یې په سیمه کې د تاوتریخوالي اندېښنې زیاتې شوې دي
Reporter: Pakistan has opened land routes with Iran. Are you aware of it?
— Acyn (@Acyn) May 1, 2026
Trump: I know everything about it. Are you from Pakistan?
Reporter: No, I’m American.
Trump: I have great respect for Pakistan. pic.twitter.com/yZRQFTngzV
بل لور ته، ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې د پاکستان په اړه مثبت دریځ ښودلی او د دې هېواد د رول ستاینه یې کړې ده. هغه ویلي چې پاکستان یو مهم هېواد دی او په سیمه کې د سولې لپاره یې رول د قدر وړ دی
شنونکي وایي چې امریکا له یوې خوا د ایران سره سخت دریځ لري، خو له بلې خوا د پاکستان د سیمهییزې ډیپلوماسۍ او رول درناوی کوي
ایران نوی مذاکراتي پلان: د اوربند په اړه نوې وړاندیزونه پاکستان ته سپارل شوي