اسلام آباد کې د راپورونو له مخې، ایران د پنجشنبې په ماښام (۳۰ اپرېل) له امریکا سره د اوربند او مذاکراتو په اړه خپله نوې مسوده پاکستان ته سپارلې ده۔
ایراني خبري سرچینو ویلي، ایران څرګنده کړې چې پاکستان به له امریکا سره د خبرو اترو په بهیر کې د ایران یوازینی رسمي منځګړی وي۔
د ایران د بهرنیو چارو دریځ
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي چې د جګړې پای ته رسول او د تلپاتې سولې ترلاسه کول له امریکا سره د خبرو اترو په بهیر کې د ایران لومړیتوب دی۔
د پاکستان د منځګړیتوب رول
ډیپلوماتیکو سرچینو ویلي چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړي رول لوبوي او د سیمې د سولې لپاره دغه مذاکرات خورا مهم ګڼل کېږي ایران هم پر پاکستان بشپړ باور څرګند کړی او هغه یې د امریکا سره د اړیکو او خبرو یوازینی رسمي چینل او منځګړی منلی دی۔
افغانستان کې د غربت بحران: له نیمایي زیات خلک مرستو ته اړتیا لري