په افغانستان کې د غربت او بېکارۍ کچه په خطرناکه توګه لوړه شوې ده، چې د عامو خلکو ژوند یې ډېر ستونزمن کړی دی. دا مهال د هېواد له نیمایي څخه زیات خلک د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي او میلیونونه کسان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې جدي وضعیت سره سره، د طالبانو د حکومت له لوري د حالاتو د ښه کېدو ادعاوې کېږي، چې د ځمکنيو حقایقو سره په ټکر کې دي۔
ناکامې تګلارې او د اقتصادي بحران ژورتیا
د افغانانو دا بد وضعیت یوازې یو تصادف نه دی، بلکې د ناکامو تګلارو پایله بلل کېږي. د بېلابېلو سختدریځو ډلو سره اړیکو او تګلارو هېواد له اقتصادي انزوا، غربت او فشار سره مخ کړی دی. په تېرو کلونو کې خلکو ته د کار، امنیت او سوکالۍ پر ځای بېباوري او اقتصادي ستونزې ور په برخه شوې دي۔

د خلکو بنسټیزې اړتیاوې او د ژوند ستونزې
د کارپوهانو په وینا، په افغانستان کې میلیونونه خلک د ورځې د دوو وخته ډوډۍ د برابرولو توان نه لري، په داسې حال کې چې واکمن باید د خلکو پر اساسي اړتیاوو تمرکز وکړي. که د اقتصاد پیاوړتیا، د کار فرصتونو رامنځته کول، او د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره عملي ګامونه پورته نه شي، نو دا بحران به نور هم ژور شي۔
د ځوانانو کډوالي او د راتلونکي اندېښنې
همداراز، ګڼ شمېر ځوانان د کار او ښه ژوند په لټه کې له هېواده وتلو ته اړ شوي دي، چې دا د هېواد د راتلونکي لپاره یوه جدي اندېښنه ده۔
bد افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره اړینه ده چې پر سوله، تعلیم، اقتصاد او د خلکو پر بنسټیزو حقونو تمرکز وشي، څو هېواد له اوسني بحران څخه ووځي۔
د افغان هزاره ټولنه: د یوې پېړۍ ظلم، وژنو او سیاسي انزوا دردناکه کیسه