تازه خبرونه

طالبانو کې داخلي اختلافات او سخت غبرګون

حاجي خلیل حقاني د سختې ذهني پرېشانۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې د جګړې پر مهال د دومره شهیدانو قربانیو دوی دومره نه دي مایوسه کړي
هغوی وویل چې د دې اخلاقي رسوایۍ له امله حقاني کورنۍ د اوږدې مودې لپاره د خپلو ملګرو، قوم او په ځانګړي ډول د قندهار د سیالو طالب مشرانو په وړاندې د سر پورته کولو توان نه درلود او له سختې شرمندګۍ سره مخ شول

هغوی وویل چې د دې اخلاقي رسوایۍ له امله حقاني کورنۍ د اوږدې مودې لپاره د خپلو ملګرو، قوم او په ځانګړي ډول د قندهار د سیالو طالب مشرانو په وړاندې د سر پورته کولو توان نه درلود او له سختې شرمندګۍ سره مخ شول

کابل: د کډوالو چارو پخواني وزیر خلیل الرحمن حقاني له لوري د قاري سعید خوستي د پخوانیو اخلاقي تورونو په اړه سخت غبرګون مخې ته راغلی، چې د حقاني شبکې دننه اختلافات یې لا څرګند کړي دي

سرچینو ویلي چې خلیل الرحمن حقاني له خپلو نږدې کسانو سره په خبرو کې ویلي، د ځینو تېر واقعاتو او رسواییو له امله د دوی ډلې ته سخت زیان رسېدلی او دا موضوع د حقاني کورنۍ لپاره د شرمندګۍ سبب ګرځېدلې ده

ویل کېږي چې د دې موضوع له امله د حقاني کورنۍ په خپلو سیاسي او داخلي حلقو کې له نیوکو او فشار سره مخ شوې او د خپل دریځ د دفاع لپاره له ستونزو سره مخ ده

له بلې خوا د سعید خوستي د هویت او شالید په اړه هم نوې بحثونه راپورته شوي دي. ځینې سرچینې ادعا کوي چې د هغه د کورنۍ او اصلي سیمې په اړه بېلابېل روایتونه شته، چې له امله یې په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه زیات شوي دي

مبصرین وايي چې د حقاني ډلې او نورو سیاسي ډلو ترمنځ د واک او نفوذ د سیالۍ پر مهال د داسې پخوانیو موضوعاتو بیا راپورته کېدل ښيي چې د طالبانو دننه سیاسي اختلافات او درزونه لا هم موجود دي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *