بنو کې د امن لښکر په غړو برید شوې

ترهګرو د بنو په هوید پولیسو تاڼې په حدودو کې د امن ګمیټي په غړو برید وکړو او څلور د امن لښکر غړي ی شهیدان کړل
پیښور او خیبرکې د سي ټي ډي عملیات: شپږ ترهګر ی له منځه وړي

په هدفي عملیاتو کې شپږ خطرناک ترهګر ووژل شول؛ د هغوی د تښتېدلو ملګرو پر ضد د لټون او ددوی پر ضد سخت اقدام لپاره عملیات دوام لري
په وادي تیراه کې اپریشن: ځایی اولس له تیراه کډه کول پیل کړي

پاک افغان بارډر سره څیرمه د ضلع خیبر په وادي تیراه کې ځایی مشرانو وسله والو سره یو شمیر جرګې وکړې خو تراوسه ی څه مثبته پایله نه ده ورکړې
جماعت الاحرار: قومندان سربکف مومند په ویډیو کې راڅرګند شوې

وسلوال مشر د ولسي خلکو د خوندیتوب سپارښتنه کوي، د افغان طالبانو ملاتړ بیا تکراروي؛ د جماعت الاحرار دننه د مشرتابه اختلافات ژور شوي
میجر جنرل مدثر: ځایی اولس باید په ناسمو خبرو او خبرونو باور و نه کړي

په ډیره اسماعیل خان کې د پاکستان پوځ لوړپوړې چارواکي ځایی خبریالانو سره مهمه غونډه کړې دې ده او دوی ته ی لارښوونه کړې چې د سیمې ثبات لپاره دې خپل مثبت رول ولوبوي
بنو : پخوانی تحصیل ناظم د بمي چاودنې په پېښه کې ژوبل شوې

آیی ای ډی بم ی د دفتر پر دروازه وچاودېدو او د هغه موټر ی ویجاړ کړو
د پېښور هوايي ډګر دهند : د لید شرح تر ۵۰ مټرو راکوزه شوی

د خراب موسم له امله ځینې الوتنې وځنډېدې او ځینې نورې لاهور، کراچۍ او اسلاماباد ته اړول شوې
خیبرپښتونخوا: لکي مروت کې ترهګریز بریدونه شوي

په یو برید کې د یوې سیمنټو کارخانې بس په نښه شوې چې له امله ی یو تن مړ شوې دې او اته نور ټپیان شوي د ي
مردان:پولیس تاڼه کې د دیر یو ځوان خپل ځان سوځولې دې

د پولیس له خوا د ایف آی آر د نه درج کېدو پر ضد احتجاج، د مړ شوي ځوان خپلوانو او فعالانو د تاڼې مخې ته مړی کېښودو سره د پولیس پر ضد احتجاج کوي
وادي تیراه کې د وسله والو پر ضد عملیات: صوبایی حکومت وسله والو سره د خبرو امکان رد کړې

د اطلاعاتو لپاره د وزيراعلی سلاکار شفيع جان وايي، له هغو ډلو سره به خبرې نه کېږي چې د پاکستان آيين او بيرغ نه مني