تازه خبرونه

میجر جنرل مدثر: ځایی اولس باید په ناسمو خبرو او خبرونو باور و نه کړي

په ډیره اسماعیل خان کې د پاکستان پوځ لوړپوړې چارواکي ځایی خبریالانو سره مهمه غونډه کړې دې ده او دوی ته ی لارښوونه کړې چې د سیمې ثبات لپاره دې خپل مثبت رول ولوبوي
په ډیره اسماعیل خان ترهګر ځایی خلک په نښه کوي او خلک ی ډیر اندیښمن کړي دی

د پاکستان پوځ چارواکي ویلي دي چې د پاکستان قوم د ترهګرۍ پر ضد یو موټې دې او خوارجو ته به ماتې ورکوي

ډېره اسماعیل خان: د البرق ډویژن جنرل آفیسر کمانډنګ البرق ډویژن مېجر جنرال مدثر سعید د ډېره اسماعیل خان، درازنده، لکي مروت او ټانک له ځايي خبریالانو سره د چهکان په قلعه کې په یوې تعمیري ناستې کې د ملي یووالي، سولې او مسؤلانه عامه مکالمې پر اهمیت ټینګار وکړو

هغه د خبرو پر مهال وویل، نننۍ دور کې که له یوې خوا د معلوماتو چټک خپرېدل د پوهاوي سبب شوي وي، له بلې خوا ناتایید شوي او له اصلي سیاقه وتلي معلومات د ټولنیز باور لپاره لویې ستونزې زېږوي او رامنځته کوي چې له امله ی ټولنه کې ناامني رامنځته کیږي

 ده روښانه کړه چې په معلوماتي فضا کې اصل خطر د معلوماتو کمښت نه دی، بلکې دا ده چې د سم او ناسمه ترمنځ د فرق کولو وړتیا کمزورې شوې ده چې پایله یې بې‌باوري او ټولنیز ویش دې

مېجر جنرل مدثر سعید د ټولنیزو رسنیو د ناسمو کارونو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې  نیم رښتیا، زاړه مواد په نوي تناظر کې وړاندې کول، او د احساساتي ژبې له لارې خلک پارول ،  دا هر څه عامه مکالمه او د خلکو ترمنځ اړیکې  کمزورې کوي

 ده ټینګار وکړ چې د مسؤلانه راپور ورکولو لپاره عملي اصول ضروري دي؛ لکه د باوري سرچینو تصدیق، د نظر او خبر ترمنځ څرګند توپیر، او له شریکولو وړاندې محتاط فکر،زیاته ی کړه چې که موږ او تاسو دا کار وکړو نو بیا په ټولنه کې ویش او ناامني نه راځي

هغه وویل، د ادارو، رسنیو، تعلیمي حلقو او خلکو ترمنځ متقابل همکاري او شفاف ارتباط د وخت اړتیا ده. ډیجیټل تعلیم ، اخلاقي اصول او واضحه لارښودونه نه یوازې باور قوي کوي بلکې ټولنه د معلوماتي ککړتیا څخه هم ساتي

جنرل آفیسر کمانډر د رسنیو رول ډېر مهم وباله او ویې ویل چې د سولې په ټینګښت کې د رسنیو برخه بنسټیزه ده. ده واضحه کړه چې د خوارجو یوه کوچنۍ ډله ولس نه شي یرغمال کوې، زیاته ی کړه چې  ولس اصلي قوت دی او د ګډ دریځ له لارې به د خوارجو پر ضد یو اتفاق کړو او د خوارجو پلانونه به شنډوو

ده زیاته کړه، پاک پوځ د وطن د دفاع او سولې د ټینګښت لپاره په پوره ژمنتیا دنده ترسره کوي. البرق ډویژن په ډېره اسماعیل خان، لکي مروت او ټانک کې د امن د ټینګښت لپاره شپه‌ورځ کار کوي او د بیلابېلو استخباراتي عملیاتو پر مهال د خوارجو پر ضد اغیزمن ګامونه پورته کوي

ده وویل، د قلم مثبت او مسؤل استعمال د دښمن پلانونه او منفي پروپاګنډا شنډولی شي، او پاک پوځ هر وخت د ولس تر څنګ ولاړ دی ، زیاته ی کړه چې  ټول قوم له خپلو امنیتي ادارو سره ولاړ دې

په پای کې یې د اتحاد، سولې او د اولس لوري په مسولیت سره خبرې کولو ته  د وده ورکولو په اړه د ګډ عزم ټینګار او غوښتنه وکړه  او ویې ویل چې اختلاف دې د شرافت تر چوکاټ لاندې وي، رښتیا، وقار او ټولنیزه هوسايي دې تل لومړیتوب ولري

دا همه باید باید ونه وشی چې ددې مهمې غونډې په پایله کې  خبریالانو ته  د هغوی انساني خدمت او په ټولنه کې مثبت رول لوبولو لپاره اعزازي سندونه هم ورکړل شول

نورخبرونه: ډیره اسماعیل خان کې ترهګریز برید: د سرک غاړې بمي چاونده کې درې پولیس اهلکار شهیدان شول

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیموکې په سکولونو بریدونه: د نوي نسل راتلونکې لوی خطر سره مخ دې

ډیره اسماعیل خان کې ترهګرو د ایف سي ځواک یو اهلکار شهید کړې

ټانک کې له منځه وړل شوي ترهګرو کې ۵ ماشومان هم شامل دي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *