تازه خبرونه

 بنو : پخوانی تحصیل ناظم  د بمي چاودنې په پېښه کې ژوبل شوې

آیی ای ډی بم ی د دفتر پر دروازه وچاودېدو او د هغه موټر ی ویجاړ کړو
د بنو په ډومېل بازار کې د بمي چاودنې له پېښې وروسته د پولیسو موجودګي

د بنو په ډومېل بازار کې د چاودنې وروسته امنیتي ادارو پلټنې پیل کړي دي

بنو :  د بنو ولسوالۍ د ډومېل تحصیل پخوانی ناظم، فدا محمد خان وزیر، د سه شنبې په ورځ هغه مهال ټپي شو چې د ډومېل بازار په سیمه کې د هغه د دفتر مخې ته بمي چاودنه وشوه.

د بنو د پولیسو ویاند آصف حسن  پاکستانی میډیا ته تایید کړی چی  د فدا محمد خان وزیر د دفتر د مرکزي دروازې سره نږدې ایښودی شوی  ایی ای دی بم وچاودېدو.

د چاودنې وروسته سمدستي د پولیسو درنه نفري سیمې ته ورسېده، سیمه یې کلابنده کړه او رسمي پلټنې یې پیل کړې.

د پولیسو او ځايي سرچینو په وینا، د چاودنې پر مهال فدا محمد خان وزیر په خپل موټر کې ناست و او لږ ټپي شو. په چاودنه کې د هغه موټر بشپړ ویجاړ شو، په داسې حال کې چې د دفتر دروازه او شاوخوا ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

فدا محمد خان وزیر د ترهګرۍ پر ضد د سولې په هڅو کې د خپل فعال رول له امله پېژندل کېږي او د سیمې د امن د ټینګښت لپاره یې د قبایلي لښکرو مشري هم کړې ده. ټاکل شوې وه چې هماغه ورځ د قبایلي مشرانو یوه مهمه غونډه د هغه په دفتر کې ترسره شي، او نوموړی د هماغې غونډې ته پر لاره و چې دا پېښه رامنځته شوه.

د پېښې وروسته، قبایلي مشران د چاودنې ځای ته راووته او د سخت احتجاج او کلک غبرګون اعلان یې وکړ. راپورونه وایي چې د بنو ـ کوهاټ پر سړک وسله وال کسان هم لیدل شوي، چې له امله یې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي. د پولیسو چارواکو ویلي چې وضعیت له نږدې څارل کېږي.

دا برید په داسې حال کې شوی چې په بنو او شاوخوا سیمو کې د تشدد پېښې زیاتې شوې دي. یوه ورځ مخکې، د هاتی خېل قبیلې یو سړی او د هغه زوی د ډومېل په سیمه کې د مشکوکو وسله والو له خوا د تښتول کېدو راپور ورکړل شوی و.

همدارنګه د یکشنبې په ورځ د بنو د کشفي خېل په سیمه کې یو پولیس کانسټېبل په ډزو کې ووژل شو، په داسې حال کې چې په همدې ورځ د لکي مروت د سرای نورنګ په سیمه کې درې د ټرافیک پولیس اهلکاران هم په یو بل برید کې ووژل شوی وو.

له دې وړاندې، د دسمبر پر دوهمه، د میرعلي  اسسټنټ کمشنر شاه ولي او دوه پولیس سرتېري د بنو په یوه برید کې د څلورو وژل شویو کسانو له ډلې وو، کله چې د چارواکي موټر تر برید لاندې راغی. سره له دې چې د وسلوالو مرګ ژوبله زیاته شوې، خو پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې د وسلوال تاوتریخوالي په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی ولید، چې له مخې یې ترهګریز بریدونه ۳۴ سلنه او د ترهګرۍ اړوند مرګ ژوبله ۲۱ سلنه زیاته شوې ده. سرکاري شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې د کال پر مهال ۶۹۹ ترهګریز بریدونه ثبت شوي دي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *