تازه خبرونه

بنو کې د امن لښکر په  غړو برید شوې

ترهګرو د بنو په هوید پولیسو تاڼې په حدودو کې د امن ګمیټي په غړو برید وکړو او څلور د امن لښکر غړي ی شهیدان کړل
په خیبر پښتخوا او قبایلي سیمه کې ترهګریزې پیښې زیاتې شوې دي

پرون پاک افغان سرحد سره نزدې په اورکزو کی هم ترهګرو امن لښکر ترهدف لاندې راوست او دوه مشران ی شهیدان کړل

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، بنو او ټانک او قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ پرله پسې پیښې زیاتې شوي دي چې خلک ی ډیر سخت اندیښمن کړي دي

د ځایی سرچینو او پولیس ترمخه نن د نهې په ورځ  د هوید تاڼې په حدودو کې وسله‌والو کسانو د امن کمېټې پر غړو برید وکړو

د ډزو په پایله کې د امن کمېټې ۴ غړي ووژل شول، دا پېښه د ګلبدین لنډي ډاګ کلي په سیمه کې رامنځته شوې ده

د پیښې وروسته په سیمه کې امنیتي ځواکونو د لټون عملیات پیل کړي دي ، د وژل شویو کسانو کې نصیب، حامد، ضیاءالله او فوجي نومي د امن کمېټې غړي شامل دي۔ پولیس وایي چې په وژل شویو کسانو کې پلار او زوی هم شامل دي

دا مهمه ده او باید یادونه وشی چې پرون پاک افغان سرحد سره نزدې د اورکزو په ضلع کې هم ترهګرو ځایی امن لښکر باندې برید کړې وو چې په پایله کې ی دوه د امن لښکر مشران شهیدان شول

نورخبرونه: خیبرپښتونخوا کې له ترهګرو لوري خونړي بریدونه شوي

Related Articles

د کیپټن عباس شینواري شهید پلار محمد اسحاق شینواري ترمخه، دې ځوان کیپټن ځوی ی له واده هم نه وو کړې

February 6, 2026

امریکا په چټکۍ سره پاکستان د مهمو معدنیاتو، د عرضه کولو د لړیو د مقاومت او سیمه‌ییز اقتصادي نښلونې په برخه کې د ستراتیژیک شراکت‌دار په توګه ځای پر ځای کوي

February 5, 2026

په IIOJK کې کموالی په تغذیه کې: څنګه اوږدمهاله پوځي اشغال، اقتصادي ګډوډي او چاپېریالي تخریب د کشمیري خلکو د ژوند له ټولو اړخونو سره لوبې کوي او لوږه د اشغال د کنټرول وسیله ګرځېدلې ده

February 5, 2026

پنځه ورځو ځنډ وروسته د ریل پټلۍ خدمات په بشپړ ډول بیا پیل شول او مسافرینو ته چټک او خوندي سفر یقیني شو.

February 5, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *