تازه خبرونه

باجوړ: په ماموند کې د ۲۷ سیمو درې ورځنی کرفیو، د ځواکونو پر کاروان برید کې یو سرتېری شهید او ۱۹ ټپیان

باجوړ: په ماموند کې د ۲۷ سیمو درې ورځنی کرفیو، د ځواکونو پر کاروان برید کې یو سرتېری شهید او ۱۹ ټپیان

باجوړ / پېښور — ۱۲ اګست ۲۰۲۵ — د باجوړ د ماموند په ۲۷ سیمو کې د امنیتي ځواکونو د هدفی عملیاتو له پاره درې ورځنی کرفیو لګېدلی ده
د ضلعي انتظامیې په وینا، کرفیو به نن د سهار له ۱۱ بجو څخه تر ماښام ۱۱ بجو پورې نافذ وي، او له خلکو غوښتنه شوې چې خپلې چارې ودروي او د کرفیو پر مهال په خپلو کورونو کې پاتې شي