تازه خبرونه

د مفتي کفایت الله ټي ټي پي په اړه لانجه من دریځ

د پاکستان ۱۸۰۰ زیات دیني عالمانو فتوی ده چې هغه ډله چې د پاکستان ریاست په ضد ټوپک را اچتوي ، بې ګناه اولس وژني ،هغوی ترهګر دي
د مفتي کفایت الله ټي ټي پي په اړه لانجه من دریځ

د مفتي کفایت الله د ترهګرې ډلې په اړه د شهید ټکي په کارولو غبرګونونه مخې ته راغلي دي

د جمعیت علماي اسلام یو مشر مفتي کفایت الله د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د بیانیې تکرار کړې دې او ترهګر يې “شهیدان” وبلل

نوموړي د ترهګرۍ ښکار شوو کسانو په اړه هم سپکه او توهین‌آمېزه ژبه وکاروله. د شنونکو په وینا دا دریځ نه يوازې د ریاستي قربانیو سپکاوی دی بلکې د شهیدانو د کورنیو پر زخمونو مالګه شیندل هم دي

د پښتون جرګې او پي ټي ايم دریځ

له دې څرګندونو سره سره، پښتون نیشنل جرګې ورته د څرګندونو لپاره پلیټفارم برابر کړ. وروسته هڅه وشوه چې دا څرګندونې د “شخصي نظر” په نوم پټې شي، خو دا په حقیقت کې د افراطي فکر د پرده‌پوشۍ هڅه ده. په همدې ډول، پي ټي ايم هم د کفایت الله ملاتړ وکړ او هڅه یې وکړه چې ترهګر د پښتنو د حقونو “ساتونکي” معرفي کړي، کوم چې د ریاست او ولس د قربانیو د خرابولو برابر دی

د علماوو څرګنده فتوی

دلته د یادونې وړه ده چې د پاکستان له ۱۸۰۰ زیات دیني عالمانو د پیغام پاکستان ترسرلیک لاندې فتوې ورکړي دي. په دې فتوو کې ټي ټي پي او نورې وسلې والې پاکستان ډلې غیراسلامي بلل شوي دي او د ریاست په ضد ی وسله راخستل بشپړه حرام ګرځولي دي

دلته دا هم باید یادونه وشي چې دغه فتوی د تندلارو بیانیې پر وړاندې یوه پیاوړې مذهبي او قانوني دېوال دی

د پښتنو ریښتیني حقونه

د پښتنو ریښتینې حقونه د سولې، زده‌کړې او پرمختګ سره تړلي دي، کوم چې یوازې د پاکستان د اساسي قانون تر سیوري لاندې ترلاسه کېدای شي. د افراطي پروپاګند تکرار نه یوازې پښتانه بدناموي بلکې د ترهګرو لاسونه هم پیاوړي کوي. د ریاستي قربانیو او ولسي هیلو غوښتنه دا ده چې پښتانه مشران باید د ترهګرۍ پر ځای د سولې او پرمختګ بیانیه خپله کړي

Related Articles

سرچینې وایی د افغان طالبانو لوړ پوړه چارواکو ۱۵۵۵ هغه کسان چې د طالبانو پلوي دي، په دې دندو ګمارلي دي

January 20, 2026

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *