تازه خبرونه

بونیر او باجوړ سیمه یو لوی انساني بحران سره مخ دي

په زیان کښې ۶۳ کورونو ته کم او ۱۱ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي
په رپورټ کښې ویلی شوي دي چې د سختو بارانونو لړۍ موجوده لړۍ به تر ۲۱ اگست پورې وقفې وقفې سره دوام وکړي

په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په مختلفو پېښو کې ۳۰۷ کسان مړه شوي او ۲۳ نور ژوبل شوي دي: پي ډي ایم اې

د پي ډي ایم اې خپور بیان ترمخه په ټوله خیبر پښتونخوا کښې د سختو بارانونو او سیلابونو له و جهې ۳۰۷کسانو ژوند له لاسه ورکړې دې.

که ددې هیواد پخواني وخت ته نظر وکړو نو د قدرتي افتونو له وجهې ملکي وګړو ته سخت مالي او ځاني زیان اوښتې دې

د آزاد کشمیر اولس په ۱۰لسم اکتوبر کال ۲۰۰۵ کښې یوه سخته ویریدونکې او وژونکې زلزله ولیده، په دې زلزله کښې څه کم او زیات یو لک ۱۰۰۰۰۰ وګړو ژوندل له لاسه ورکړو او په سلګونو کورونه د سختې زلزلې له وجهې ویجاړ شول. په دې زلزله کښې ۱.۵ ملیونه وګړي بې کوره شوي وو.

پرون په۱۵م اګست هم د خیبر پښتونخو یو شمیر سیمو اولس یو لوی انساني بحران ولیدلو او د سختو بارانونو او سیلابونو له امله په سلګونو وګړو ژوند له لاسه ورکړو او په زرګونو خلق بې کوره شول.

د پی ڈی ایم اے لخوا د بارانونو او سیلابونو له امله د صوبې په مختلفو ضلعو کښې د ځاني او مالي زیانونو په اړه لومړې رپورټ خپور شوې دې. .

په رپورټ کښې وایی چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په مختلفو پېښو کې ۳۰۷ کسان مړه شوي او ۲۳ نور ژوبل شوي دي. په مړه شویو کسانو کې ۲۷۹ سړي، ۱۵ ښځې او ۱۳ ماشومان شامل دي. .

په ژوبل شوو کسانو کښې ۱۷ سړي، ۴ ښځې او ۲ ماشومان شامل دي. .

د بارانونو او سختو سیلابونو له امله د اوسني رپورټ مطابق ۷۴ کورونه زیانمن شوي دي. .

په زیان کښې ۶۳ کورونو ته کم او ۱۱ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي، رپورټ کښې زیاتوي چې دا پېښې د صوبې مختلفو ضلعو سوات، بونیر، باجوړ، تورغر، مانسهره، شانګله او بټګرام کښې رامنځته شوي دي.

دلته په رپورټ کښې یو مهم ټکي ته اشاره شوې ده او باید یادونه وشي چې په صوبه او ضم ضلعو کښې ډیرې اغیزمن شوې سیمې ضلع باجوړ او بټګرام دي.

په رپورټ کښې ویلی شوي دي چې د سختو بارانونو لړۍ موجوده لړۍ به تر ۲۱ اگست پورې وقفې وقفې سره دوام وکړي.

د وزیراعلی خیبرپختونخوا د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ د بارانونو او سختو سیلابونو له امله زیانمنو ضلعو ته د امداد لپاره پیسې جاري شوي دي،

د قدرتي افتونو د کنټرل او انتظام کولو ادارې په خپور رپورټ کښې ویل شوي دي چې بونیر د صوبې هغه سیمه ده د سختوسیلابونو له امله ۱۸۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړې دې.

دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې وړمه ورځ د خیبر پښتونخو سرکاري چورلکه ایم آیی ۱۷ چې باجوړ کښې د تندر غورځیدلو له امله اغیزمنې سیمې په لور له پیښور څخه ی الوت پیل کړو خو له بده مرغه په مومندو کښې د خراب موسم له وجهې را اوغورځیده چې په پایله کښې ی د عملې درې اهلکار هم شهیدان شول.

Related Articles

سرچینې وایی د افغان طالبانو لوړ پوړه چارواکو ۱۵۵۵ هغه کسان چې د طالبانو پلوي دي، په دې دندو ګمارلي دي

January 20, 2026

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *