تازه خبرونه

پاس دیر کې د ترهګرو په ضد عملیات شوي

د ایس پي د معلوماتو ترمخه عملیات د شاوخوا شل کیلومتره ساحې کې درې ورځې دوام وکړ. په عملیاتو کې د فتنۀ الخوارج نهه وسله وال وژل شوي
پاس دیر کې د ترهګرو په ضد عملیات شوي

دغه عملیات د اپر دیر په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي چې پکې هیل ټاپ، شندل باغ، اتن دره، باغ کلي، سنګر او دو بانډو دره شامل دي

پولیسو او د سي ټي ډي ځواکونو په ګډ عملیات کې د فتنۀ الخوارج نهه تنه ترهګر جهنم ته رسولي دي خو بل لور ته په دغه پېښه کې دوه عام وګړي هم شهیدان شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د اپر دیر د پوليسو د سپرنټنډنټ (ایس پي) په وینا، درې ورځني عملیاتو کې پولیس، ایلیټ فورس او ریپډ ریسپانس فورس برخه واخسته او د ترهګرو په ضد ی سخت ګامونه واخستل. دغه عملیات د اپر دیر په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي چې پکې هیل ټاپ، شندل باغ، اتن دره، باغ کلي، سنګر او دو بانډو دره شامل دي. .

د ایس پي د معلوماتو ترمخه عملیات د شاوخوا شل کیلومتره ساحې کې درې ورځې دوام وکړ. په عملیاتو کې د فتنۀ الخوارج نهه وسله وال وژل شوي، په عین داسې وخت کې دوه بې‌ګناه وګړي هم شهیدان شوي او لس امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي . .

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په تېرو څو میاشتو کې د ولسي خلکو او امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه زیات شوي، له همدې امله د سولې د ساتلو او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د امنیتي ځواکونو فعالیتونه نور هم چټک شوي دي .

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشی چې د بلوچستان په سرحدي سیمو کې هم د ترهګرو په ضد عملیات ترسره شوی دي او یو شمیر ترهګر ی له منځه وړي دي، دا هم باید یادونه وشی چې په ترهګرو کې ګنړ شمیر افغان ترهګر وو د کومو مړي چې افغانستان ته حواله کړې شوي دي

Related Articles

سرچینې وایی د افغان طالبانو لوړ پوړه چارواکو ۱۵۵۵ هغه کسان چې د طالبانو پلوي دي، په دې دندو ګمارلي دي

January 20, 2026

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *