تازه خبرونه

بلوچستان کې د معرکۀ حق کلیزه؛ ولس د پوځ ملاتړ اعلان کړ

د لاریون ګډونوالو بینرونه او شعارپاڼې له ځان سره لرلې چې پکې «پاکستان ژوندی دې» او «پاک پوځ ته سلام» نعرې لیکل شوې وې

بلوچستان کې د هند ضد سخت احساسات د هند د دوامداره هڅو له امله دي چې په دغه صوبه کې بې‌ثباتي رامنځته کړي. د «بنیان مرصوص» عملیاتو بریا نه یوازې پوځي بلکې رواني محاذ کې هم هند ته سخت شکست ورکړ، چې له امله یې نن د بلوچستان هر ماشوم د خپل دولت له دریځ سره ولاړ دی