لسم د مۍ دوه زره پنځه ویشتمه ماښام زه د خپل کور ته نږدې سوسایټۍ پارک ته د لږ وخت لپاره ولاړم. یو طرف دا غم و چې زموږ ازلي دښمن د بزدلانه او مکارانه برید له امله د څو پاکستانیانو قیمتي ژوندونه له منځه ولاړل، په ځانګړي ډول زموږ په آبایي ضلع بهاولپور کې د میزایلو د غورځېدو له امله د ملکي خلکو مرګ ژوبله وشوه، د هغوی غم و
خو په دې ټولو سربېره هغه خوشحالي او سرور غالب و چې د پاکستاني ځواکونو دښمن ته یو عبرتناک شکست ورکړ. د غرور او تکبر مجسم انډیایان له بدترینې شرمندګۍ سره مخ شول
زه په خاموشۍ د پارک په یوه کونج کې ناست وم او سوچ مې کاوه. د پارک شاوخوا د کورونو نه د ماشومانو د خوشحالۍ چیغې مې اورېدې. د شکر کلمات زما په ژبه وو. د ټرمپ هغه ټویټ مې خپل موبایل کې دوه درې ځله ولوست چې پکې یې د پاکستان او هند ترمنځ د اوربند اعلان کړی و
زړه کې یو څپې راپورته شوه چې د رب کریم په فضل موږ پاکستانیان ثابت قدمه او زړور ودرېدلو. موږ ځواب ورکړ، موږ ثابته کړه چې موږ یو. د رب فضل وشو، مونږ فاتح شو، الحمدلله
نن دې معرکې ته یو کال پوره کېږي. دا هغه وخت دی چې باید په سړه سینه فکر وشي چې د تېر کال د مې د هغو څلورو ورځو له تخم څخه کوم فصل راټوکېدلی دی؟
ما هڅه وکړه چې عنوان په عادي ډول “څه مو له لاسه ورکړل، څه مو ترلاسه کړل” کېږدم، خو رښتیا دا ده چې زموږ برخې ته د الله په فضل ټول ښه راغلي دي. پاکستان په معرکه حق او وروسته کې هېڅ شی له لاسه نه دی ورکړی، بلکې ډېر څه یې ترلاسه کړي دي، الحمدلله.
هوايي محاذ
لومړی هوايي محاذ ته راځو. کله چې هند آپریشن سندور پیل کړ، نړۍ داسې انګېرله چې د فرانسې جوړ رافیل الوتکو مخې ته به پاکستاني هوايي ځواک نه شي درېدلای. خو دا ټول اټکلونه غلط ثابت شول
هغه وخت چینايي AI “ډیپ سیک” مشهور و. ما له ډیپ سیک او چیټ جي پي ټي دواړو څخه د پاکستان او هند د هوايي ځواک پرتله وغوښتله. دواړو ویل چې رافیل برتري لري. زه ډېر نا امیده شوم، خو زړه کې مې باور و چې رب به مرسته وکړي
کله چې جګړه وشوه، د نړۍ تر ټولو ستره هوايي نښته کې پاکستاني هوايي ځواک د دښمن څو پرمختللي الوتکې وغورځولې، په کې درې رافیل هم شامل وو، او د پاکستان یوه الوتکه هم ونه غورځېده. دا کار نړیوالو دفاعي څېړونکو ته حیرانوونکی و
دا یوازې د پائلټانو مېړانه نه وه، بلکې یو بشپړ نظام و: نیټ ورک سینټرک وارفیئر، آواکس، ریډار، الوتکې او دفاعي سیستمونه ټول په یو مربوط شبکه کې کار کاوه. دښمن رافیلونه مخکې له نږدې واخیستل شول او له منځه ولاړل
الیکټرانک جګړې د دښمن ریډارونه ګډوډ کړل، د هغوی اړیکې پرې شوې، او د میزایلو لارښود سیستمونه منحرف شول
سفارتي محاذ
کله چې اوربند وشو، ټرمپ پخپله اعلان وکړ. هند دا منځګړیتوب ونه منله او له همدې امله یې زیان وکړ. پاکستان هوښیارانه قدمونه واخیستل او نړیواله سفارتي بریا یې ترلاسه کړهکشمیر بیا نړیوالو خبرو ته راګرځېد، او پاکستان په نړیوالو فورمونو کې خپل رول پیاوړی کړ
منځني ختیځ کې نوی رول
پاکستان اوس په منځني ختیځ کې د یو مهم لوبغاړي په توګه راڅرګند شوی. پخوا به یوازې د کارګرانو او دعاوو په کچه اړیکه وه، خو اوس پاکستان د امنیتي او سیاسي بحثونو برخه ګرځېدلی.پاکستان په غزه د سولې په بورډ کې شامل شو، او له سعودي عربستان او ترکیې سره یې دفاعي اړیکې لا قوي شوې
د رسنیو جګړه
پاکستان د معلوماتي جګړې په برخه کې هم پرمختګ وکړ. د رافیل د سقوط وروسته نړیوال بحثونه د پاکستان په ګټه شول. د هند داخلي اپوزېشن هم پوښتنې راپورته کړې
پایله
معرکه حق یوازې پوځي بریا نه وه، بلکې یو رواني بدلون و. دا هغه شېبه وه چې پاکستانیانو ته یې باور ورکړ چې موږ لا ژوندي یو، موږ توان لرو خو اوس اړینه ده چې یوازې په دې بریا خوشحالي ونه کړو. اقتصادي ثبات، سیاسي یووالی او ملي پرمختګ ضروري دی