معرکۀ حق د یو کال پوره کېدو په مناسبت تېر ورځ د ايچ ټي ان پښتو په ایکس سپیس کې ځانګړی بحث ترسره شو، چې د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو څانګې مشره ډاکټر منهاس مجید مروت او د صوابۍ پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو مشر ډاکټر فراز علي پکې ویناوې وکړې ، په دې بحث کې د معرکۀ حق په لاسته راوړنو، اهمیت، له هند سره په اوسني وضعیت، د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب رول، له سعودي عربستان سره د دفاعي تړون، او همدارنګه له افغانستان سره پر روانو حالاتو خبرې وشوې ، دغه ایکس سپیس چې د پیر ولایت شاه په کوربتوب وړاندې کېده، پکې ویناوالو د معرکۀ حق له یو کال تېرېدو وروسته په پاکستان کې رامنځته شويو سیاسي، امنیتي او ډیپلوماټیکو بدلونونو ته هم مفصل نظر واچاوه
معرکۀ حق، سیمهییز سیاست او ډیپلوماسۍ تحلیلي لیدلوری
ډاکټر فراز علي پاکستان له معرکۀ حق وروسته په مورال کې ډېر لوړوالی ترلاسه کړ. د دې پرمختګ وروسته د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان د ملي سالمیت لپاره یو ډول خطر محسوس شو. همدې حالت پاکستان دې ته مجبور کړ چې د طالبانو رژیم ته یو واضح “سور خط” وټاکي، له دې وړاندې چې کوم وضعیت روان و، پاکستان هغه موضوع جدي ونیوله. په همدې اساس، پاکستان په خپل بهرني سیاست کې مهم بدلونونه راوستل، چې د ملي ګټو په چوکاټ کې ترسره شول
نن دری بجې معرکۀ حق او پاکستان وروستې کامياب دیپلوماسۍ ته کتنه په يو په زړه پوري ايکس سپيس کې له درنو ميلمنو سره. https://t.co/LKusVR9aEu
— HTN Pashto (@htnpashto) May 8, 2026
پاکستان خپل واضح پیغامونه او اقدامات ترسره کړل، تر څو څرګنده کړي چې د هېواد ملي سالمیت به هېڅکله تر خطر لاندې نه راولي. دا وضعیت د افغانستان لپاره هم مهم پیغام درلود، ځکه د ټي ټي پي موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور بحران ته لاره هواره کړه
د نریندر مودي د حکومت په اړه دا اندېښنې موجودې دي چې د هند دودیز سیکولر جوړښت تر فشار لاندې راغلی دی. د BJP د واکمنۍ په دوره کې د هندوتوا ایډیولوژۍ نفوذ زیات شوی، چې ځینې شنونکي یې د ټولنیزو او مذهبي قطبیتونو د زیاتېدو لامل ګڼي
همدارنګه د انتخاباتو په اړه د رایه ورکوونکو د نومونو د لرې کېدو او د سیاسي فضا د شفافیت په اړه راپورونه وخت په وخت د بحث موضوع ګرځي، چې د هند د انتخاباتي نظام پر اعتبار پوښتنې راپورته کوي خو بل اړخ دا هم دی چې د هند حکومت دا تورونه ردوي او وایي چې نظام یې لا هم د ډیموکراسۍ اصولو ته ژمن دی
نړیواله ټولنه په اوسني وخت کې له یو داسې بدلیدونکي جیوپولیټیک وضعیت سره مخ ده چېرې چې د قدرت توازن په چټکۍ سره بدلېږي. په دې شرایطو کې د هېوادونو ترمنځ اړیکې یوازې د فشار له لارې نه شي مدیریت کېدای نړیواله ټولنه باید د خبرو اترو، متقابل درناوي او اقتصادي همکاریو لارې پیاوړې کړي. د سیمې هېوادونو ته باید دا موقع ورکړل شي چې خپلې ستونزې د ډیالوګ له لارې حل کړي، نه د تقابل له لارې.
همدارنګه د باور فضا یوازې هغه وخت جوړېدای شي چې نړیوالې پالیسۍ د انصاف، توازن او اوږدمهاله ثبات پر اصولو ولاړې وي، نه د لنډمهاله ګټو پر اساس
د پاکستان ډیپلوماسۍ او نړیوال باور د بیا رغونې تحلیل
ډاکټر منهاس مجید مروت هند د جغرافیې له مخې یو پراخ هېواد دی او په سیمه کې ډېرو خلکو دا تصور نه کاوه چې پاکستان به د هغه پر وړاندې دومره منظم او قوي ځواب ورکړي
په پهلګام برید وروسته هند پر پاکستان تورونه ولګول او وروسته یې برید هم وکړ، خو په ځواب کې پاکستان خپل ستراتیژیک دریځ وښود. پاکستان د هند په څېر د شپې ناڅاپي حملې ونه کړې، بلکې په ښکاره او منظم ډول یې خپل غبرګون وړاندې کړ او خپل دریځ یې ثابت کړ
هند په خپلو بریدونو کې د بېګناه خلکو د زیان او د مقدساتو د سپکاوي تورونو سره مخ شو، خو پاکستان د قوي عزم سره واضح او حسابي ځواب ورکړ پاکستان یو ستراتیژیک رول ترسره کړ او د هند پر وړاندې یې واضح او ښکاره دریځ خپل کړ، داسې نه لکه ځینې نور هېوادونه چې پټې یا غیرمستقیمې حملې کوي، بلکې پاکستان په ښکاره ډول خپل موقف وښود
په نړۍ کې ډېرو ځواکمنو هېوادونو دا تصور درلود چې پاکستان به داسې قوي ځواب ورنه کړي، خو د معرکهٔ حق وروسته پاکستان وتوانېد چې خپل سیمهییز او نړیوال حیثیت بېرته ثابت کړي امریکا او نړیواله ټولنه دې پایلې ته ورسېده چې پاکستان او هند دواړه اټومي ځواکونه دي، نو د جګړې پراخېدل ممکن نه دي. همدې حالت د پاکستان د ډیپلوماسۍ اهمیت زیات کړ
کله چې د پاکستان ډیپلوماټیک رول ګورو، نو ښکاري چې هېواد وتوانېد بحران په ښه ډول مدیریت کړي. همدې وجه ده چې د امریکا باور هم په پاکستان زیات شوی دی اوس دا درک موجود دی چې پاکستان کولای شي د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب رول هم ترسره کړي، ځکه چې د سیمې په کچه د توازن او خبرو اترو ظرفیت لري
پایله: معرکۀ حق – د یو کال وروسته ارزونه
د “معرکۀ حق” د یو کال وروسته د مطرح شویو نظرونو او بحثونو په رڼا کې څرګندیږي چې دا پېښه یوازې یو امنیتي یا پوځي اقدام نه و، بلکې د پاکستان په داخلي یووالي، سیاسي ثبات او بهرنۍ ډیپلوماسۍ کې یې پراخ اغېز درلود
د ویناوالو د تحلیل له مخې، پاکستان د دې مرحلې وروسته د خپلو ملي ګټو په واضح پېژندلو او د خپل بهرنۍ سیاست د نوې لور په ټاکلو کې یو منظم مسیر غوره کړی دی. د ډیپلوماسۍ په ډګر کې د سیمهییزو او نړیوالو اړیکو د بیا تنظیم خبرې مطرح شوې، او پاکستان ځان د مهمو نړیوالو لوبغاړو ترمنځ د منځګړي رول لپاره وړاندې کړی دی
له بلې خوا، دا هم وویل شول چې د معرکۀ حق له امله په داخلي کچه سیاسي ګوندونه د دولت او ملي ادارو ترڅنګ ودرېدل، او د قومي او سیاسي اختلافاتو د کمېدو یوه فضا رامنځته شوه. دا وضعیت د ملي یووالي او د دولت پر وړاندې د باور د زیاتېدو په توګه وړاندې شو، په بهرني سیاست کې بیا دا باور څرګند شو چې سیمهییز ځواکونه اوس د نویو توازنونو پر لور روان دي، چیرې چې ډیپلوماسي، اقتصادي اړیکې او ستراتیژیک درک د پخوانیو سختو تقابلونو ځای نیسي
په مجموع کې، د معرکۀ حق پایله د یوې داسې مرحلې په توګه وړاندې کېږي چې پاکستان یې د داخلي ثبات، دفاعي باور او ډیپلوماټیک فعال رول په لور یو نوی فصل ته داخل کړی دی، که څه هم دا بهیر لا هم د سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو تر اغېز لاندې روان دی
د معرکۀ حق یو کال: پاکستان څه له لاسه ورکړل او څه یې ترلاسه کړل؟