تازه خبرونه

روسی امنیت شورا: افغانستان کې ترهګري او نشه يي ډلې فعالې دي

د راپور له مخې، یوازې د داعش وسله‌والو شمېر شاوخوا ۳۰۰۰ ته رسېږي. روسي چارواکي وایي چې دا شمېرې د طالبانو هغه ادعا ردوي چې ګواکې په افغانستان کې ترهګري بشپړه له منځه وړل شوې ده
په اوس وخت کې په افغانستان کې له ۲۰ څخه زیاتې ترهګرې ډلې فعالیت لري، چې شاوخوا له ۱۸ زرو څخه تر ۲۳ زرو پورې جنګیالي پکې فعال دي

په اوس وخت کې په افغانستان کې له ۲۰ څخه زیاتې ترهګرې ډلې فعالیت لري، چې شاوخوا له ۱۸ زرو څخه تر ۲۳ زرو پورې جنګیالي پکې فعال دي

د روسي خبري اژانس «تاس» او د افغان رسنۍ «آماج نیوز» د راپور له مخې، د شانګهای همکارۍ سازمان د امنیت شوراګانو د سکرټرانو په ۲۱مې غونډه کې روسیې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه یوه مفصله او اندېښمنه راپور وړاندې کړ. د روس د امنیت شورا سکرټر سرګي شویګو په څرګندو ټکو وویل چې د ترهګرۍ او نشه‌یي موادو د قاچاق له امله افغانستان لا هم د ایس سي او غړو هېوادونو لپاره جدي اندېښنه ده

ترهګرو ډلو زیاتوالی

سرګي شویګو څرګنده کړه چې اوس مهال په افغانستان کې له ۲۰ څخه زیاتې ترهګرې ډلې فعالیت لري، چې د ۱۸ زرو څخه تر ۲۳ زرو پورې جنګیالي پکې شامل دي. یوازې د داعش وسله‌والو شمېر شاوخوا ۳۰۰۰ ته رسېږي. روسي چارواکي وایي دا شمېرې د طالبانو هغه ادعا ردوي چې ګواکې په افغانستان کې ترهګري بشپړه ختمه شوې ده

روسي امنیت شورا د سوریې څخه افغانستان ته د بهرنیو جنګیالیو د انتقال او د افراطي شبکو د پراختیا په اړه هم جدي اندېښنه څرګنده کړې ده. راپور وایي چې ایغور، تاجک او ازبک وسله‌وال په زیاتېدونکي ډول افغانستان ته لېږدول کېږي

مصنوعي نشه‌یي موادو

راپور زیاتوي چې په افغانستان کې د میتھ امفېټامین په څېر خطرناکو نشه‌یي موادو تولید او قاچاق په چټکۍ سره زیات شوی دی، او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له سرحدونو څخه له ۳۰ ټنو څخه زیات دا مواد نیول شوي دي

اقتصادي بحران

شدید اقتصادي بحران د خلکو د نشه‌یي توکو کاروبار ته د مخ اړولو سبب شوی دی. شاوخوا ۴ میلیونه کسان په غیرقانوني کرنه او اړوندو کارونو کې ښکېل بلل شوي دي

ماسکو ارزونه

روسیه وایي چې افغانستان لا هم د نړیوالو ترهګرو ډلو او افراطي شبکو لپاره یو خوندي مرکز ګڼل کېږي، او له همدې امله د سیمې امنیت ته جدي ګواښ پېښوي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *