تازه خبرونه

سعودي عرب د “پروجیکټ فریډم” لپاره فضایي حدود ورنکړل، ټرمپ عملیات ودرول

د سعودي عرب د فضایي حدود انکار او ریاض اېربېس بندیزونو له امله ټرمپ “پراجیکټ فریډم” وځنډاوه
امریکایي ورځپاڼې ادعا کړې چې د سعودي وليعهد د “پروجیکټ فریډم” په اړه د ولسمشر ټرمپ غوښتنه رد کړه، چې له امله یې امریکا خپل پوځي عملیات ودرول

امریکایي ورځپاڼې ادعا کړې چې د سعودي وليعهد د “پروجیکټ فریډم” په اړه د ولسمشر ټرمپ غوښتنه رد کړه، چې له امله یې امریکا خپل پوځي عملیات ودرول

امریکایي ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې سعودي عرب د “پروجیکټ فریډم” لپاره د خپل فضایي حدود د استعمال اجازه ورنه کړه، چې له امله یې ولسمشر ټرمپ اړ شو دغه پوځي عملیات ودروي.

د مذاکراتو ناکامي

رپورټ وایي ټرمپ د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره ټیلیفوني خبرې وکړې او هڅه یې وکړه چې هغوی دې پلان ته قانع کړي، خو سعودي وليعهد په څرګند ډول انکار وکړ. دا ناکامي د واشنګټن او ریاض ترمنځ د دفاعي همغږۍ په اړه پوښتنې راپورته کړې.

د سعودي غبرګون

د راپور له مخې سعودي عرب د “پروجیکټ فریډم” په اړه د مخکې معلوماتو نه ورکولو له امله ناخوښ و. وروسته یې د ریاض په پوځي اډه کې د امریکایي ځواکونو لاسرسی محدود کړ او د امریکایي الوتکو د کارونې اجازه یې ورنه کړه

پوځي ستونزې

په ریاض کې د امریکا مهم پوځي تجهیزات لکه جنګي الوتکې او ری فیولنګ ټینکرونه موجود وو، چې د عملیاتو لپاره ضروري وو. د فضایي حدودو بندښت له امله ټول پلان عملي نه شو او عملیات لغوه شول۔

اسحاق ډار د ایران بهرنیو چارو وزیر سره سیمه‌ییز وضعیت وڅېړه

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *