د پاکستان مرستیال وزیراعظم او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دواړو مشرانو د سیمې پر روان وضعیت او د امن او ثبات د بیا ټینګښت لپاره پر روانو سفارتي هڅو تفصیلي خبرې وکړې۔
سیمهییز ثبات
د خبرو پر مهال عباس عراقچي، اسحاق ډار ته د خپل وروستي چین سفر په اړه معلومات ورکړل. نوموړي په بیجینګ کې د سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو په تړاو د ترسره شویو سلا مشورو جزئیات شریک کړل دواړو لوریو په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره د ګډو سفارتي هڅو پر چټکتیا ټینګار وکړ۔
د پاکستان د همکارۍ ستاینه
د ایران بهرنیو چارو وزیر د هغو ایراني وګړو د خوندي ستنولو په برخه کې د پاکستان ځانګړې مننه وکړه، چې مخکې نیول شویو الوتکو کې موجود وو. عباس عراقچي د پاکستان دوامداره سفارتي او بشري مرستې وستایلې او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو ورورولیزو اړیکو څرګندونه وبلله۔
ډیورنډ کرښه او نوې بدلونونه؛ د سرحدي سیمو د سیاسي او امنیتي معادلې بدلون