په تېره ورځ د پنجاب او خیبر پښتونخوا د پولو سیمو جنډ او خوشحال ګړھ پل ته نږدې یو متقاعد رېلوې کارکوونکي لیاقت خپل ژوند قربان کړ او کوهاټ او شاوخوا سیمې یې له یوې سترې تباهۍ وژغورلې
د راپورونو له مخې، یو ځانمرګی بریدګر د یوې حساسې چیک پوستې هدف و، خو لیاقت د یو مسؤل وګړي په توګه هغه مشکوک وګاڼه، ودروله یې او د پېژندنې پوښتنه یې ترې وکړه ، په همدې وخت کې بریدګر ځان والوزاوه، چې له امله یې لیاقت شهید شو او بریدګر هم ووژل شو
د لومړي وزیر ستاینه
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شهید لیاقت زړورتیا او وطنپالنه ستایلې او هغه یې د ملي اتل په توګه یاد کړی ، هغه وویل لیاقت د یوې پولادینې دېوال په څېر نه یوازې چیک پوسته بلکې د ګڼو بېګناه خلکو ژوند هم وژغوره لومړي وزیر د شهید د لوړو درجو او کورنۍ ته د صبر دعا هم کړې ده
د ترهګرۍ پر ضد ملي یووالی
شهباز شریف ویلي چې د پاکستان ولس تل د دښمن ناوړه پلانونه ناکام کړي دي او ټول ملت د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دی ، هغه زیاته کړه چې د ملي یووالي له لارې به ترهګري له ریښې وویستل شي او د شهید لیاقت قرباني به د ټول ملت لپاره د لارې مشعل وي
د سیمې اهمیت
د سرچینو په وینا که لیاقت وخت پر وخت اقدام نه وای کړی، نو د تلفاتو کچه به ډېره لوړه وه، ځکه بریدګر د مهمو تاسیساتو ته د رسېدو هڅه کوله ، د هغه دا زړورتیا د ترهګرۍ د شومو موخو مخه ونیوله او څرګنده یې کړه چې هر پاکستانی د هېواد د دفاع لپاره چمتو دی
ایران پاکستان د امریکا سره په روان کړکېچ کې یوازینی رسمي منځګړی هېواد وباله