د ایران د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د روان تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو اترو د بهیر د پرمخ وړلو لپاره پاکستان یوازینی رسمي او باضابطه منځګړی هېواد دی. د یاد وزارت د ویاند په وینا، د ایران او امریکا ترمنځ په اړیکو کې د پاکستان رول خورا مهم دی او تهران د اسلاماباد پر ډیپلوماتیکو هڅو بشپړ باور لري. دا څرګندونې له هغو راپورونو وروسته شوې چې پکې د سیمې د نورو هېوادونو د رول په اړه بېلابېلې اټکلونه مطرح کېدل
د نورو هېوادونو مشورتي رول
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د قطر او نورو هېوادونو د احتمالي رول په اړه وویل، که څه هم قطر او یو شمېر نور دوست هېوادونه له دواړو لورو سره په تماس کې دي، خو د هغوی رول یوازې تر مشورې او سلا ورکولو پورې محدود دی
هغه زیاته کړه چې دا هېوادونه د اړتیا پر مهال خپل نظرونه او وړاندیزونه دعباس عراقچي سره شریکوي، خو د رسمي او باضابطه منځګړي په توګه یوازې پاکستان خپل مسؤلیتونه پر مخ وړي
د پاکستان اهمیت
د نړیوالو چارو شنونکي دا څرګندونې د پاکستان د بریالۍ بهرنۍ پالیسۍ او د سیمهییزې سولې لپاره د دغه هېواد د مهم رول څرګندونه بولي. د تهران دا روښانه دریځ ښيي چې د پاکستان د رول د کمزوري ښودلو لپاره شوې ټولې هڅې بېاغېزې شوې دي
شنونکي وایي، پاکستان نه یوازې د دواړو خواوو لپاره د منلو وړ هېواد دی، بلکې د خپلې بېطرفۍ او روڼتیا له امله یې په نړیواله کچه خپل اعتبار لا پیاوړی کړی دی
د خبرو اترو راتلونکی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت له دې اعلان وروسته تمه کېږي چې اسلاماباد به د مذاکراتو راتلونکی پړاو لا چټک پر مخ یوسي. پاکستان له وړاندې د لوژستیکي او اداري اسانتیاوو په برابرولو سره د دواړو لورو په یوه مېز د راټولولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی
اوس، د تهران له دې رسمي تأیید وروسته، د نړیوالې ټولنې پام یو ځل بیا اسلاماباد ته اوښتی، هغه ښار ته چې د منځني ختیځ او نړیوالې سولې لپاره ترې د مهمو پرمختګونو هیله کېږي