تازه خبرونه

پاکستان اماراتو ته درې ارب ۴۵ کروړه ډالر بیرته ورکړل

پاکستان د متحده عربي اماراتو ټول ۳.۴۵ میلیارده ډالر زیرمې بېرته ورکړي، چې پکې د ابوظبي فنډ ته ورکړل شوې ۱ میلیارد ډالره وروستۍ قسط هم شامله ده
د پاکستان اسټیټ بانک د ابوظبي فنډ فار ډیولپمنټ ۱ میلیارده ډالرو زیرمه بېرته ادا کړې ده

د پاکستان اسټیټ بانک د ابوظبي فنډ فار ډیولپمنټ ۱ میلیارده ډالرو زیرمه بېرته ادا کړې ده

د پاکستان اسټیټ بانک د خپلو نړیوالو مالي مسؤلیتونو په پوره کولو سره د ابوظبي فنډ فار ډیولپمنټ ۱ میلیارده ډالرو زیرمې بېرته ورکړې دي

د ادایګۍ بشپړول

د اسټیټ بانک له مخې، دا ادایګي د ۲۰۲۶ د اپرېل په ۲۳مه ترسره شوه، چې ورسره د متحده عربي اماراتو له لوري د پاکستان ټولې ساتل شوې زیرمې په بریالۍ توګه بېرته ورکړل شوې. یادونه شوې چې تېرې اوونۍ هم پاکستان ۲.۴۵ میلیارده ډالر بېرته ادا کړي وو، چې له هغې سره د ټول ۳.۴۵ میلیارده ډالرو بیرته ستنولو بهیر بشپړ شو.

اقتصادي کارپوهان څه وايي؟

د اقتصادي کارپوهانو په وینا، د دغو زیرمو پر وخت بېرته ورکړه به د نړیوالو مالي بازارونو کې د پاکستان اعتبار پیاوړی کړي. دا ادایګانې په داسې وخت کې شوي چې پاکستان د بهرنیو تادیاتو توازن ساتلو او د زرمبادلې زېرمو د پیاوړتیا هڅې کوي.

د اسټیټ بانک وضاحت

د اسټیټ بانک سرچینې وایي چې د دې ټولو ادایګانو لپاره مخکې له مخکې لازم انتظامات شوي وو، څو د هېواد پر زرمبادله فشار رامنځته نه شي. د متحده عربي اماراتو د زیرمو د بېرته ستنولو دغه بهیر د اقتصادي ثبات پر لور یو مهم ګام بلل کېږي



نور ولولئ
؛ https://htnpashto.com/donald-trump-xenophobic-attack-immigrants-india-hell-remark/

Related Articles

په ناسته کې د کابل ژوبڼ د بیا رغونې او پیاوړتیا موضوع هم مطرح شوې، چې د ښاري تفریحي ځایونو د پرمختګ لپاره مهم ګام بلل کېږي

April 24, 2026

امنیتي سرچینې وایي چې په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره د تصفیوي عملیاتو لړۍ روانه ده

April 24, 2026

په نیمروز کې ډرون برید کې د بی ایل اې کمانډر مهران لاشاري وژل شوی، راپورونه یې ترهګریز فعالیتونه یادوي

April 24, 2026

امریکا د هند په ګډون د درې هېوادونو پر یو نړیوال فینټانایل نیټ ورک سختې بندیزونه لګولي دي. پر دې نیټ ورک تور لګېدلی چې د سینالوآ کارټل ته کیمیاوي مواد برابروي

April 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *