تازه خبرونه

ټرمپ هند ناارامه بللی، کډوال یې لیپټاپ ګانګسټرز ګڼلي

ډونلډ ټرمپ هند “جهنم” بللی او هندي او چیني کډوال یې “لیپټاپ ګانګسټرز” ګڼلي، چې له امله یې په امریکا کې نوی سیاسي جنجال راپورته شوی دی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هند او چین پر کډوالو سخت نژادپالانه برید کړی او د زیږون تابعیت د قانون ختمولو او ملي ریفرنډم غوښتنه یې کړې ده

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هند او چین پر کډوالو سخت نژادپالانه برید کړی او د زیږون تابعیت د قانون ختمولو او ملي ریفرنډم غوښتنه یې کړې ده

د ټرمپ سخت بیان

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا د کډوالو پر ضد توند او سپک الفاظ کارولي او هند یې “جهنم” بللی دی. هغه په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې د هند او چین کډوال “د لیپ ټاپ سره ګانګسټرز” دي او پر هغوی یې د امریکا د بیرغ د سپکاوي تورونه هم لګولي دي.

د استحصال او نظام تورونه

ټرمپ ادعا کړې چې د امریکا اوسنی نظام د “برتھ ټوریزم” له لارې ناوړه استفاده کېږي، یعنې خلک د تابعیت لپاره په امریکا کې د ماشوم د زیږون هڅه کوي. د هغه په وینا، هندي او چیني کډوال د امریکا د فلاحی نظام استحصال کوي او د هېواد د نفوس جوړښت بدلولو هڅه روانه ده

سیاسي او حقوقي بحثونه

دا بیان په داسې وخت کې راغلی چې په امریکا کې د زیږون تابعیت پر قانون ستره حقوقي بحث روان دی. ټرمپ غواړي چې دا قانون بدلون ومومي او د تابعیت موضوع د محکمو پر ځای د “ملي ریفرنډم” له لارې حل شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *