تازه خبرونه

اسلام‌آباد کې پاک-اروپایي بزنس فورم، اقتصادي اعتماد پیاوړی کوي

د پاکستان د اقتصادي اعتبار پر نړیوال باور: په اسلام‌اباد کې د لومړي پاک-اروپایي بزنس فورم چمتووالی بشپړ شوی دی
دغه غونډه د سوداګرۍ د پراختیا، پانګونې د زیاتوالي او د اوږدمهاله اقتصادي شراکت د پیاوړتیا لپاره یو مهم پړاو ګڼل کېږي

دغه غونډه د سوداګرۍ د پراختیا، پانګونې د زیاتوالي او د اوږدمهاله اقتصادي شراکت د پیاوړتیا لپاره یو مهم پړاو ګڼل کېږي

په اسلام‌اباد کې د “یورپي ټولنه–پاکستان بزنس فورم” تر سرلیک لاندې لومړی ځل ځانګړی دوه ورځنی لوړې کچې اقتصادي فورم جوړېږي، چې د اپریل په 28 او 29، 2026 به ترسره شي او د وزیر اعظم میا محمد شهباز شریف له خوا به پرانېستل شي

دا تاریخي غونډه د پاکستان او یورپي ټولنې ترمنځ د 60 کلونو ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو دوام بلل کېږي، چې د دواړو لورو د سوداګرۍ، پانګونې او همکارۍ د لا پیاوړتیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

د فورم موخه

په دې فورم کې به د پاکستان او یورپي شرکتونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پانګونې نوي فرصتونه او د اوږدمهاله اقتصادي شراکت لپاره لارې چارې وڅېړل شي.

د سوداګرۍ اهمیت

یورپي ټولنه اوس مهال د پاکستان دوهم لوی تجارتي شریک او د صادراتو تر ټولو لوی بازار دی، چې د 11.87 میلیارد یورو د سوداګرۍ حجم لري.

د نوو شراکتونو پیل

دغه فورم به د “یورپي ټولنه–پاکستان بزنس نیټ ورک” د پیل لامل هم شي، چې د سوداګرۍ او پانګونې نوي باب پرانیزي او پاکستان ته د نړیوالو پانګوالو باور لا زیات کړي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *