تازه خبرونه

د ايران–امريکا مذاکراتکې پاکستان د مهم منځګړي رول لوبوي

د ايران او امريکا ترمنځ مذاکرات، د پاکستان منځګړيتوب، اوربند، اسلام اباد خبرې او د سولې نوې ډيپلوماټيکې هڅې
شنونکي وايي، که څه هم پاکستان د سولې لپاره فعال رول لوبوي، خو وروستۍ هوکړه به د ټولو لورو د سياسي ارادې پورې تړلې وي

د منځني ختيځ او جنوبي اسيا ترمنځ ډيپلوماټيک خوځښتونه يو ځل بيا چټک شوي دي، او په دې لړ کې د ايران او امريکا ترمنځ د اوږدې شخړې د کمولو لپاره نوې هڅې روانې دي. په دې بهير کې پاکستان د يوه مهم منځګړي په توګه راڅرګند شوی، چې هڅه کوي دواړه لوري د خبرو مېز ته نږدې وساتي.

د بې باورۍ ژوره ستونزه

د پېښور پوهنتون استاد او د نړيوالو اړيکو ماهر ډاکټر حسين شهيد سهروردي وايي، د ايران او امريکا ترمنځ تر ټولو لوی خنډ لا هم د اعتماد نشتوالی دی. د هغه په وينا، «ايران پر امريکا هېڅ ډول باور نه لري، او د 2015م کال اټومي تړون وروسته چې امريکا يو اړخيز لغوه کړ، دا بې باوري نوره هم ژوره شوې ده.»

هغه زياتوي چې ايران اوس د هر ډول نوې معاهدې لپاره قوي نړيوال ضمانت غواړي، څو پخوانۍ تېروتنې بيا تکرار نه شي.

پاکستان او د منځګړيتوب هڅې

په روانو پرمختګونو کې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د اسانولو هڅې کوي. ډاکټر سهروردي په دې باور دی چې اسلام‌اباد هڅه کوي دا پروسه ګړندۍ کړي، خو «د سيمې سياسي پېچلتياوې او د قدرتونو ټکرونه لا هم لوی خنډ جوړوي.»

راپورونه ښيي چې د پاکستان په غوښتنه لومړی اوربند اعلان شوی او وروسته په اسلام‌اباد کې د دواړو هېوادونو استازو غيرمستقيم او محدودې مخامخ خبرې هم کړې دي. شنونکي دا يو مهم ډيپلوماټيک پرمختګ بولي، خو لا هم نهايي پايله نه لري.

اسلام‌اباد خبرې او نيمګړې پايلې

تېرو دوو اوونيو کې د درې واړو لورو ترمنځ څو پړاوه خبرې ترسره شوې. ډاکټر سهروردي وايي، «که څه هم د اعتماد جوړونې هڅې شوې، خو اساسي اختلافات لا هم پر ځای پاتې دي.»

ټرمپ او د اوربند تمديد

تازه ډونالډ ټرمپ د پاکستان په غوښتنه د اوربند موده يو ځل بيا غځولې او ايران ته يې د خبرو نوې بلنه ورکړې ده. کارپوهان دا اقدام د ډيپلوماټيکو هڅو د دوام لپاره يو مهم پرمختګ بولي، خو ډاکټر سهروردي خبرداری ورکوي چې «تر هغه چې د باور بحران حل نه شي، هر ډول اوربند به لنډمهاله پاتې شي.»

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *