تازه خبرونه

د پاکستان په غوښتنه ټرمپ له ایران سره اوربند وغځاوه؛ د جې ډي وینس سفر لغوه شو

شهباز شریف د ټرمپ مننه وکړه چې د پاکستان په غوښتنه یې اوربند وغځاوه
د امریکا د مرستیال ولسمشر د پاکستان د سفر د لغوه کېدو دا خبر په داسې وخت کې خپور شو چې تر دې مخکې ټرمپ اعلان کړی و

د امریکا د مرستیال ولسمشر د پاکستان د سفر د لغوه کېدو دا خبر په داسې وخت کې خپور شو چې تر دې مخکې ټرمپ اعلان کړی و

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې امریکا پرېکړه کړې د ایران سره اوربند وغځوي او د ایران بندرونه به لا هم کلابند وساتي

هغه په ټروت سوشل کې ویلي چې د ایران حکومت له سختو داخلي اختلافاتو سره مخ دی، او د فیلډ مارشل عاصم منیر او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په غوښتنه بریدونه تر هغه وخته درول شوي تر څو ایران یو ګډ وړاندیز وړاندې کړي

د ټرمپ له خوا د ایران سره د اوربند غځول او کلابندي

ټرمپ زیاته کړه چې پوځ ته یې امر کړی کلابندي روانه وساتي او هر وخت چمتو وي. همدارنګه اوربند به تر هغې دوام وکړي چې وړاندیز وړاندې او خبرې کومې پایلې ته ورسېږي

بلخوا شهباز شریف د ټرمپ مننه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان به د باور پر بنسټ د خبرو له لارې د ستونزې د حل هڅې جاري وساتي. هغه هیله ښودلې چې دواړه خواوې به اوربند ته ژمن پاتې شي او په اسلام‌اباد کې به د سولې تړون ته لار هواره شي.

سپینې ماڼۍ تایید کړې چې د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي وینس د پاکستان سفر لغوه شوی دی، چې ټاکل شوې وه بیا اسلام‌اباد ته راشي

د عباس عراقچي غبرګون

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د ایران بندرونو کلابندي د جګړې معنا لري او د اوربند خلاف ورزي ده. هغه دا هم ویلي چې ایران پوهېږي څنګه له بندیزونو تېر شي او د خپلو ګټو دفاع وکړي

تر اوسه دا روښانه نه ده چې ایران به د اسلام‌اباد د خبرو دویم پړاو کې ګډون وکړي که نه، خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ ویلي چې پاکستان لا هم د ایران ځواب ته انتظار باسي او د منځګړي په توګه له ایراني چارواکو سره په تماس کې دی

Related Articles

د پاهلګام پېښې وروسته د سیمې اقتصادي او سیاسي حالت تر بحث لاندې دی. د سیاحت پورې تړلې معیشت زیانمنه شوې او د امنیتي پالیسیو په اړه پوښتنې راپورته شوې دي

April 22, 2026

د پاک-افغان پولې تاوتریخوالی؛ د افغانستان د کونړ له لوري د باجوړ لغړۍ کلي باندې د مارټر بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي، څو کسان ټپیان شوي او ځايي ودانیو ته زیان رسېدلی دی

April 22, 2026

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *