تازه خبرونه

ګوادر بندر کې ټېرف کم کړل شوي د منځنۍ اسیا او ترانزیټي سوداګرۍ د ودې لپاره مهم ګام دی

وزارت ویلي چې د کانټینر وړونکو بحري کښتیو او د ټرانزیټ کارګو راوړونکو کښتیو د برتھنګ فیس پنځه ویشت سلنه کم شوې او په نړیوال ټرانزشپمنټ کانټینر کارګو کې پورټ چارجز څلوېښت سلنه راکم شوي دي
د نوې ټېرف پالیسۍ هدف د ټرانزیټ او شپینګ چټکول او د ګوادر نړیوال سیالي لوړول دي

د نوې ټېرف پالیسۍ هدف د ټرانزیټ او شپینګ چټکول او د ګوادر نړیوال سیالي لوړول دي

اسلام آبا: دفدرالي وزارت د سمندري چارو د منځنۍ اسیا افغانستان او نړیوالو بازارونو سره د تجارتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ګوادر بندر د ټېرفونو د لوی کمښت رسمي اعلان کړی دی
د دوشنبې په ورځ په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې د نوې ټېرف پالیسۍ هدف د ټرانزیټ او شپینګ فعالیتونو چټکول او د ګوادر بندر نړیوال سیالي ځواک لوړول دي
وزارت ویلي چې د کانټینر وړونکو بحري کښتیو او د ټرانزیټ کارګو راوړونکو کښتیو د برتھنګ فیس پنځه ویشت سلنه کم شوی دی او په نړیوال ټرانزشپمنټ کانټینر کارګو کې پورټ چارجز څلوېښت سلنه راکم شوي دي

ګوادر بندر د ټېرف کمښت او د سوداګرۍ د پراختیا نوې پالیسي

د نوي ټېرف جوړښت له مخې د ټرانزیټ کانټینر کارګو چارجونو کې یو دېرش سلنه کمی هم شوی چې سمدستي نافذ شوی دی
د سمندري چارو وزارت زیاته کړې چې د جنرل کارګو لپاره د یوې میاشتې وړیا ذخیره کولو اسانتیا هم د هڅونې په توګه وړاندې شوې ده چې د نورو ملي بندرونو د پنځو ورځو په پرتله ډېره لوړه اسانتیا ده
فدرالي وزیر جنید انور چودري ویلي چې د دې اقدام هدف د منځنۍ اسیا هیوادونو او نړیوالې بحري ترافیک زیاتول دي او ګوادر د سیمې د سوداګرۍ په نقشې کې مهم دروازه جوړول دي

وزارت ویلي چې د ټیټو عملیاتي لګښتونو او د منځنۍ اسیا افغانستان او منځني ختیځ ته د ستراتېژیک لاسرسي له امله ګوادر د نړیوالو سوداګرو لپاره غوره انتخاب ګرځي
حکومت تمه لري چې د دې تجارتي اسانتیاوو له امله به د کښتیو تګ راتګ زیات شي د ټرانزیټ لګښتونه به کم شي او په سیمه کې به د کار نوې موقعې رامنځته شي

نور ولولئ

په بلوچستان کې د بی ایل اې عملیات ناکام شول؛ 225 ترهګر وژل شوي او د ځوانانو لپاره د مرستې پروګرامونه اعلان شول

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *