کوټه: په بلوچستان کې د امن او امان وضعیت د خرابولو او د ریاست واک ته د چیلنج ورکولو هڅو پر ضد سکیورټي ځواکونو او صوبایي حکومت یوه جامع او څو اړخیزه ستراتیژي خپله کړې ده. کالعدم بی ایل اې د وروستیو وختونو په ترڅ کې د دوو لویو تخریبي پلانونو “آپریشن هیروز” او “آپریشن هیروز آف ټو” له لارې په ټول ولایت کې منظم بریدونه کول غوښتل، خو د “آپریشن هیروز” پر مهال د سکیورټي ځواکونو پر وخت او اغېزمن اقدام د دښمن ټول اهداف ناکام کړل
په “آپریشن هیروز آف ټو” کې د ترهګرو د بزدلانه بریدونو پر مهال بانکونه، د پولیسو مرکزونه او سړکونه هدف وګرځول شول، چې په نتیجه کې شاوخوا 40 بېګناه وګړي وژل شوي. د دې بریدونو اصلي هدف په صوبه کې ویره خپرول او د اقتصادي پرمختګ بهیر فلج کول وو
د دې بزدلانه بریدونو په ځواب کې د پاکستان پوځ د “آپریشن رد الفتنہ” لاندې پرېکنده ضربه ورکړه، چې تر اوسه پورې ټول 225 ترهګر وژل شوي دي
د سکیورټي او سیف سټي فیز ټو
د بلوچستان چیف سیکرټري په وینا د کوټې د امنیت د عصري کولو لپاره د “سیف سټي کوټه” دوهم پړاو پیل شوی دی. د دې پروژې له مخې سریاب روډ او د ښار ټولې څنډې د پرمختللي څارنې سیسټم لاندې راوستل کېږي. همدارنګه د “سیف سټي اتھارټي ایکټ” د صوبایي اسمبلۍ ته وړاندې شوی څو دا اقدامات قانوني بڼه ولري
د ترهګرو د بحالۍ او بېرته ټولنې ته د ستنېدو پروګرام
حکومت د ترهګرۍ د ختمولو لپاره یو ځانګړی بحالي ماډل معرفي کړی دی. نیول شوي ترهګر ځانګړو مرکزونو ته لېږدول کېږي چیرې چې هغوی ته د سزا پر ځای ذهني درملنه، مهارتي روزنه او حکومتي مرستې ورکول کېږي، څو هغوی بیا عادي او سوله ییز وګړي جوړ شي
د ځوانانو لپاره اقتصادي انقلاب: بې سود قرضې
د ځوانانو د ترهګرو له لاسه د ژغورلو لپاره د بلوچستان حکومت “انټرپرایز ډیویلپمنټ پروګرام” پیل کړی دی. د دې پروګرام له مخې په شپږو ضلعو کې 60 زره ځوانانو ته وړیا فني روزنه او بې سود قرضې ورکول کېږي څو هغوی خپل کاروبار پیل کړي
بهرنۍ سازش او د تعلیمي ادارو ساتنه
د حکومتي سرچینو او نړیوالو راپورونو له مخې د دغو بریدونو ماسټر مایند په افغانستان کې مېشت بشیر ژب دی، چیرې چې د امریکایي انخلا وروسته پاتې شوې وسلې اوس د بی ایل اې او ټي ټي پي له خوا کارول کېږي
د وزیراعلیٰ مشاورې میمونه مجید ویلي چې بی ایل اې اوس د ښوونځیو او کالجونو نجونې د ځانمرګو بریدونو لپاره هڅوي. هغې بی وائی سي د بی ایل اې سیاسي څېره بللې ده او ویلي یې دي چې دا ډله د حقونو په نوم ځوانان غلط لوري ته بیایي
حکومت واضح کړې چې د پرمختګ دې سفر ته خنډ جوړوونکي عناصر به هېڅکله ونه بخښل شي او د بلوچستان امن به په هر قیمت وساتل شي
نور ولولئ
د اسلام آباد د ځانمرګي برید پلان ناکام شو؛ خیرالنساء وژغورل شوه