تازه خبرونه

پاکستان: د افغان غیرقانوني کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټک شوی

هره خپلواکه نړۍواله دولت حق لري چې په خپله خاوره کې د غیرقانوني مېشتو بهرنیو وګړو د بېرته لېږلو پرېکړه وکړي. امریکا، برېتانیا، جرمني او نور اروپایي هېوادونه هم په دوامداره توګه بې اسنادو کډوال بېرته ستنوي
پاکستان تل د انساني همدردۍ له مخې چلند کړی، خو د ملي امنیت او د قانون حاکمیت د هر دولت لپاره لومړیتوب لري. نړیوالو ادارو ته پکار ده چې حقایق له تحریف پرته وړاندې کړي او د پاکستان قانوني دریځ ومني

پاکستان تل د انساني همدردۍ له مخې چلند کړی، خو د ملي امنیت او د قانون حاکمیت د هر دولت لپاره لومړیتوب لري. نړیوالو ادارو ته پکار ده چې حقایق له تحریف پرته وړاندې کړي د پاکستان قانوني دریځ ومني

پاکستان له افغانستان سره د سرحدي نښتو وروسته د افغان غیرقانوني اوسېدونکو د بېرته ستنولو بهیر چټک کړی دی د بشري حقونو سازمان “هیومن رایټس واچ” د پاکستان پر ضد د جبري لېږد، بې‌ځایه نیونو او چاپو تورونه لګولي، خو پاکستاني چارواکو او حقوقي کارپوهانو دغه ادعاوې په کلکه رد کړې دي

د پاکستان رسمي دریځ

پاکستان وایي چې دا کسان نور قانوني کډوال نه دي، بلکې هغه بهرنیان دي چې قانوني اسناد نه لري. پاکستان د ۱۹۵۱ د کډوالو کنوانسیون لاسلیک کړی نه دی، نو د جبري نه ستنولو کومه قانوني مکلفیت پرې نشته.=

د خپلواک دولت حق

حقوقي کارپوهان وایي چې هر خپلواک هېواد حق لري چې په خپله خاوره کې غیرقانوني مېشت بهرنیان بېرته واستوي. د دوی په وینا، امریکا، برېتانیا او جرمني هم ورته پالیسۍ عملي کوي، نو پاکستان هم همدا قانوني لاره تعقیبوي

امنیتي وضعیت او سرحدي کړکېچ

پاکستاني چارواکي وایي چې د ۲۰۲۵ له اکتوبر وروسته د سرحدي نښتو له زیاتېدو سره امنیتي اندېښنې هم ډېرې شوې دي، او له همدې امله د شکمنو کسانو د پېژندلو لپاره عملیات چټک شوي دي د چارواکو په وینا، یوازې په ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه له ۱۴۶ زرو څخه زیات افغان وګړي بېرته ستانه شوي دي

انساني استثناوې

پاکستان وایي چې د ناروغانو، ښځو او ماشومانو قضیې په جلا ډول ارزول کېږي، خو ځینې کورنۍ د وېرې له امله له طبي مرستو هم ځانونه لرې ساتي، چې دا مسئله ناسم تعبیر کېږي

نړیوالې نیوکې او د پاکستان ځواب

پاکستان ادعا کوي چې ځینې نړیوالې ادارې د محدودو پېښو له مخې ناسم تصویر وړاندې کوي، حال دا چې پاکستان له لسیزو راهیسې میلیونونه افغانان مېلمه پاللي دي

پایله او دریځ

پاکستان ټینګار کوي چې غیرقانوني اوسېدونکي کډوال نه دي، بلکې ناقانونه بهرنیان دي، او هر خپلواک هېواد حق لري چې د خپلو ملي ګټو او امنیت لپاره قانوني اقدامات وکړي

Related Articles

فنانشل ټایمز راپور ورکړی چې د فیلډ مارشل عاصم منیر غیر معمولي ډیپلوماټیک مهارتونه د امریکا او ایران د خبرو اترو په دوام کې مهم رول لوبوي

April 23, 2026

امریکايي مرکزي قومانداني د هغو راپورونو سخت رد کړی چې ګواکې د ایران سمندري بندیز مات شوی دی

April 23, 2026

پاکستان او ایران د نړیوال ټرانسپورټي سیستم له لارې یو نوی ټرانزیټي سوداګریز دهلېز پرانیستی، چې له مخې یې د مرکزي اسیا لپاره نوې ځمکنۍ سوداګریزه لار رامنځته شوې او د سیمه‌ییزو اړیکو او صادراتو د ودې سبب ګرځي

April 23, 2026

د کینیا یوې محکمې د افغان پخواني پارلماني غړي ظاهر قادر امریکا ته د سپارلو پرېکړه تایید کړې، چې پر هغه د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق تورونه لګېدلي دي

April 23, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *