تازه خبرونه

اسلام آباد: د اطلاعاتو وزارت د افغان رسنیو ادعاوې رد کړې

ځینې شنونکي وايي چې د افغان ادارو په اړه د اطلاعاتو او بیانونو په برخه کې اختلافات او تورونه زیات شوي، او اړتیا ده چې د معلوماتو د خپرولو په برخه کې دقت او شفافیت ته پاملرنه وشي
د “غضب الحق” عملیاتو له مخې به پاکستان هر کله چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو بنسټونه په نښه کوي، نو په رسمي ډول به یې اعلان کوي.

د “غضب الحق” عملیاتو له مخې به پاکستان هر کله چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو بنسټونه په نښه کوي، نو په رسمي ډول به یې اعلان کوي.

د اطلاعاتو او نشراتو وزارت په اسلام آباد کې د هغو افغان رسنیو ادعاوې په کلکه رد کړې چې ګواکې د کنړ په سیمه کې د پاکستان له لوري برید شوی د وزارت ویاند ویلي چې دا ډول خبرونه “جعلي او له حقیقت څخه لرې تبلیغات” دي

د افغان رسنیو پر راپورونو نیوکه

د وزارت په بیان کې ویل شوي چې ځینې افغان رسنۍ د فرضي پېښو او تصوراتي حملو خبرونه خپروي، څو واقعیتونه تحریف کړي، حال دا چې داسې هېڅ پېښه نه ده شوې

بیان کې د افغان ادارو په اړه ویل شوي چې د خپلو خلکو لپاره نه خدمات لري، نه د فلاح پروګرامونه او نه ښه حکمراني، له همدې امله دوی پر غلطو معلوماتو او د نفرت پر بیانیو تکیه کوي

د بهرني نفوذ ادعاوې

وزارت ویلي چې ځینې کړۍ د بهرني پروپاګنډ له لارې د سیمه‌ییزو تاوتریخوالو د زیاتولو هڅه کوي او د خپلو داخلي ناکامیو څخه د پام اړولو لپاره جعلي روایتونه خپروي

د پاکستان امنیتي دریځ

په بیان کې ټینګار شوی چې پاکستان د ترهګرو پر ضد د “آپریشن غضب الحق” په چوکاټ کې د اقدام بشپړ حق لري او هر کله چې اړتیا وي د ترهګرو شبکو پر ضد اقدام کوي.

شفافه تګلاره او مسوولیت

وزارت ویلي چې پاکستان به د خپلو ټولو امنیتي عملیاتو مسؤلیت اخلي او هېڅ اقدام به پټ نه ساتي، بلکې د شفافیت پالیسي به تعقیبوي سفارتي کارپوهان دا بیان د افغان پولې په شاوخوا کې د وروستیو ترینګلتیاوو او د سیمه‌ییزو بدلونونو په رڼا کې مهم بولي، وزارت په پای کې ویلي چې پاکستان به د خپلې خاورې او ملي امنیت په اړه هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به د مستندو حقایقو پر بنسټ جاري ساتي

پاکستان او کرغزستان تجارتي لار، کابل تحفظات، مراسله استولې ده

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *