افغان طالبان د عبوري حکومت ویلي چې د پاکستان او کرغزستان ترمنځ د چین له لارې د نوې ټرانزیټي تجارتي لارې پر جوړېدو یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. کابل چارواکو په دې اړه کرغزستان ته یو رسمي مراسله هم استولې، چې پکې د جنوبي اسیا بازارونو ته د لاسرسي لپاره د افغانستان له لارې د پخوانیو دودیزو تجارتي لارو د بیا فعالولو په اړه د خبرو بلنه ورکړل شوې ده
د افغانستان دریځ
د طالبانو په وینا، د افغانستان له لارې تېرېدونکې تجارتي لارې د سیمهییزو اړیکو او ترانسپورت لپاره لنډې، پرمختللې او اغېزمنې دي. د سوداګرۍ وزارت سرچینې وایي چې د پاکستان او کرغزستان ترمنځ نوې موافقې نه یوازې پخواني تجارتي مسیرونه اغېزمن کړي، بلکې د افغانستان ستراتیژیک اقتصادي ګټې هم له خطر سره مخامخوي

د نوې لارې اغېز
د راپور له مخې د پاکستان او کرغزستان ترمنځ د چین له لارې د دې نوې لارې فعالېدو سره د منځنۍ اسیا هېوادونه لکه تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او ازبکستان به د کراچۍ بندر ته مستقیم لاسرسی ومومي. دا نوی مسیر افغانستان له پامه غورځوي او د منځنۍ اسیا او عربي سمندر ترمنځ مستقیمه سوداګري اسانه کوي
راتلونکي چیلنجونه
اقتصادي کارپوهان وایي چې دا نوې راډهاري به د پاکستان لپاره د منځنۍ اسیا بازارونو ته لاسرسی آسان کړي، خو افغانستان ته به د ټرانزیټ فیس او تجارتي عوایدو په برخه کې زیان ورسوي. د کابل له خوا کرغزستان ته د خبرو بلنه هم همدې اقتصادي فشار د کمولو هڅه بلل کېږي