تازه خبرونه

اسرائیلي پوځ د ګلوبل صمود فلوټیلا باندې چاپه وهلې، څو کښتۍ یې نیولي دي

اسرائیلي پوځ د مدیترانې سمندر کې غزې ته روان د ګلوبل صمود فلوټیلا پر ۷ کښتیو قبضه کړې او یو شمېر کارکوونکي یې ځورولي دي
اسرائیلي کمانډوز په نړیوالو اوبو کې د ګلوبل صمود فلوټیلا پر کښتیو چاپه وهلې، ډرونونه او جامنګ یې کارولي، ۱۱ کښتۍ بې اړیکې شوې او کارکوونکي ګواښل شوي دي

اسرائیلي کمانډوز په نړیوالو اوبو کې د ګلوبل صمود فلوټیلا پر کښتیو چاپه وهلې، ډرونونه او جامنګ یې کارولي، ۱۱ کښتۍ بې اړیکې شوې او کارکوونکي ګواښل شوي دي

اسرائیلي پوځ د مدیترانې په نړیوالو اوبو کې د غزې محاصرې ماتولو لپاره روان د “ګلوبل صمود فلوټیلا” پر ضد لویه پوځي عملیات ترسره کړې ده. دا بیړۍ شاوخوا ۵۸ کښتۍ لري او له غزې نږدې ۶۰۰ میله لرې د یونان کریټ ټاپو ته نږدې هدف ګرځول شوې۔

د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو ډرونونه، د اړیکو د ګډوډولو ټکنالوژي او مسلح ځواکونه کارولي او ۷ کښتۍ یې نیولي دي. عیني شاهدان وايي چې کښتۍ محاصره شوې، لیزرونه پرې لګېدلي او کارکوونکو ته ویل شوي چې لاسونه پورته او په زنګنو کېنني۔

د فلوټیلا غبرګون

د فلوټیلا تنظیموونکو دا اقدام پر بې وسلې ملکي کښتیو مستقیم برید او د نیولو هڅه بللې ده. دوی وايي له ۱۱ کښتیو سره اړیکه پرې شوې ده۔

کارکوونکي ادعا کوي چې اسرائیلي ځواکونو د راډیو چینلونو له لارې موسیقي غږولې او د اړیکو سیستمونه یې ګډوډ کړي، چې دا یو رواني فشار بلل شوی. همدارنګه ډرونونه په دوامداره توګه د بیړۍ څارنه کوي۔

د اسرائیلو دریځ

د اسرائیلو استازي ویلي چې دا بیړۍ مخکې له دې ودرول شوه چې د اسرائیلي ساحل ته نږدې شي، او کارکوونکو ته د اشدود بندر ته د تګ امر شوی دی۔

دا فلوټیلا له ۵۰ څخه زیاتې کښتۍ لري چې له ایټالیا څخه د نړیوالو فعالانو سره روانه شوې وه. غزه له ۲۰۰۷م کال راهیسې د محاصرې لاندې ده او هلته سخت بشري بحران روان دی۔

د ټرمپ او پوتین ترمنځ ټیلیفوني اړیکه؛ د اوکراین او لبنان پر وضعیت تفصیلي خبرې

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *