ایراني د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له یوه لوړپوړي پلاوي سره پاکستان ته رسمي سفر کړی، چې هدف یې په سیمه کې د سولې او ثبات په اړه له پاکستاني مشرتابه سره مشوره ده
د پاکستان د منځګړیتوب رول
د بهرنیو چارو وزارت وایي دا لیدنې د پاکستان د دوامداره سفارتي هڅو برخه ده، چې موخه یې په سیمه کې د شخړو کمول او دایمي سوله رامنځته کول دي.
له امریکا سره د لیدنې تردید
ایراني چارواکو روښانه کړې چې د دې سفر پر مهال له امریکا سره د هر ډول مستقیمې خبرې یا لیدنې پلان نشته. دوی ویلي مهم پیغامونه به د پاکستاني چارواکو له لارې شریک شي
دا سفر د اوسني کړکېچ په شرایطو کې مهم بلل کېږي، او دواړو خواوو د پاکستان پر منځګړیتوب باور څرګند کړی، چې کولی شي د سیمهییز ثبات او شخړو په کمولو کې مرسته وکړي